د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په کنړ ولایت کې د ۳۵ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

taqi_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۲
شخړه

 

یکشنبه، د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام ۱۰مه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، چې د یاد وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله، د کنړ ولایت په هغو ولسوالیو کې چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتې دي، د ۱۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۸ منظور شویو پروژو له ډلې، د ۳۵ پراختیایي پروژو چارې په داسې حال کې پرانیستلې، چې د کنړ والي ښاغلي مولوي قدرت الله ابو حمزه، سیمه‌ ییزو مسؤلینو او ګڼ شمېر ولسي خلکو پکې ګډون درلود.

په پیل کې د کنړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه وویل چې د اسلامي امارت له لوري ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خلکو د ستونزو د حل لپاره دا ډول پروژې یو مهم او ارزښتناک ګام دی. هغه زیاته کړه موږ تل د خپل ولس غوښتنو ته لبیک وایو، او ژمن یو چې په بنسټیزو برخو کې خپلو خلکو ته باکیفیته خدمتونه وړاندې کړو.

ورپسې د سرحدي څېړنې معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي څرګنده کړه چې د کنړ ولس د اسلامي نظام د بریا او ثبات په برخه کې نه هېرېدونکي خدمتونه ترسره کړي، نو د اسلامي نظام مسؤلین هم ژمن دي چې د ولس د اخلاص او قربانیو قدرداني وکړي او بنسټیز خدمات ورته ورسوي. نوموړي زیاته کړه چې له نورستان وروسته، نن لله الحمد په کنړ ولایت کې د صحت، پلونو، د اوبو شبکو او سړکونو په برخو کې د ۳۵ پروژو د پیل شاهدان یو، چې إن شاءالله د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شي.

د سیمې ولسي مشرانو د اسلامي امارت لخوا د دغو پروژو پیل ته خوښي وښوده ویې ویل، چې دا د متوازن انکشاف، سوکالۍ او د اشغال پر وړاندې د خلکو د کلونو قربانیو عملي ځواب دی. هغوی غوښتنه وکړه چې دا ډول خدمتونه دې د کنړ نورو سیمو ته هم وغځېږي، تر څو د خلکو اړتیاوې لا ډېرې پوره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۲
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په کنړ ولایت کې د ۳۵ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

 

یکشنبه، د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام ۱۰مه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، چې د یاد وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۳۱
Background image

سمنګان کې د ۳ کلنې شخړې ترڅنګ بغلان او نيمروز ولايتونو کې ورته شخړې حل شوې

 

يکشنبه ۱۰ محرم الحرام ۱۴۴۷
د بغلان ولايت دوشي ولسوالۍ په سيا دره سيمه کې د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست له لوري د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سر هغه
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۱۴
Background image

ننګرهار کې د ۳۵ کلنې شخړې تر څنګ بلخ کې هم ۲۰ کلنه شخړه هواره شوه

 

شنبه ۹ محرم الحرام ۱۴۴۷

د ننګرهار ولايت په نازيان ولسوالۍ کې د دووکورنيو ترمنځ شاوخوا ۳۵ کلنه شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو قومي مشرانو، ديني. . .

BACK TO NEWS

User account menu