ننګرهار کې د ۳۵ کلنې شخړې تر څنګ بلخ کې هم ۲۰ کلنه شخړه هواره شوه

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۱۴
شخړه

 

شنبه ۹ محرم الحرام ۱۴۴۷

د ننګرهار ولايت په نازيان ولسوالۍ کې د دووکورنيو ترمنځ شاوخوا ۳۵ کلنه شخړه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو قومي مشرانو، ديني عالمانو او ځايي خلکو په دوامداره هڅو پای ته ورسېده.

د دغه شخړې د هوارېدو پر مهال له دواړو لوريو دوه تنه وژل شوي وو او د لويو مالي تاوانونو برسېره یې تر منځ يو لړ ژور اختلافات موجود وو، چې مسؤلينو يې ترمنځ د خير فيصله وکړه، دا اوږد مهاله شخړه یې پای ته ورسوله او طرفينو د خوشحالۍ ژوند پيل کړ.

په همدې حال کې د بلخ ولايت مرکز مزار شريف ښار په بابه ياد ګار سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکې د ملکيت پر سره راپورته شوې ۲۰ کلنه لانجه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو او قومي سپين ږيرو په هلو ځلو حل او دواړو خواوو د مشرانو له منصفانه فيصلې وروسته د ورورۍ غاړې سره ورکړې.

هممهاله له همدې شخړې تر حل وروسته د ياد ولايت مرکز مزار شريف ښار په نهمه ناحيه کې د دوو قومونو ترمنځ پېښه شوې ۲ کلنه شخړه، چې د کورني تاوتريخوالي له امله يې ښکېل اړخونه له ژور خفګان سره مخ کړي وو حل او دښمني يې په دوستي بدله شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu