د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په کنړ ولایت کې د ۳۵ پراختیایي پروژو چارې پیل شوې

taqi_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۵:۲
شخړه

 

یکشنبه، د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د محرم الحرام ۱۰مه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي چارو معین الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، چې د یاد وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله، د کنړ ولایت په هغو ولسوالیو کې چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتې دي، د ۱۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۶۸ منظور شویو پروژو له ډلې، د ۳۵ پراختیایي پروژو چارې په داسې حال کې پرانیستلې، چې د کنړ والي ښاغلي مولوي قدرت الله ابو حمزه، سیمه‌ ییزو مسؤلینو او ګڼ شمېر ولسي خلکو پکې ګډون درلود.

په پیل کې د کنړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه وویل چې د اسلامي امارت له لوري ډیورنډ کرښې ته څېرمه د خلکو د ستونزو د حل لپاره دا ډول پروژې یو مهم او ارزښتناک ګام دی. هغه زیاته کړه موږ تل د خپل ولس غوښتنو ته لبیک وایو، او ژمن یو چې په بنسټیزو برخو کې خپلو خلکو ته باکیفیته خدمتونه وړاندې کړو.

ورپسې د سرحدي څېړنې معین مولوي محمد اسماعیل غزنوي څرګنده کړه چې د کنړ ولس د اسلامي نظام د بریا او ثبات په برخه کې نه هېرېدونکي خدمتونه ترسره کړي، نو د اسلامي نظام مسؤلین هم ژمن دي چې د ولس د اخلاص او قربانیو قدرداني وکړي او بنسټیز خدمات ورته ورسوي. نوموړي زیاته کړه چې له نورستان وروسته، نن لله الحمد په کنړ ولایت کې د صحت، پلونو، د اوبو شبکو او سړکونو په برخو کې د ۳۵ پروژو د پیل شاهدان یو، چې إن شاءالله د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شي.

د سیمې ولسي مشرانو د اسلامي امارت لخوا د دغو پروژو پیل ته خوښي وښوده ویې ویل، چې دا د متوازن انکشاف، سوکالۍ او د اشغال پر وړاندې د خلکو د کلونو قربانیو عملي ځواب دی. هغوی غوښتنه وکړه چې دا ډول خدمتونه دې د کنړ نورو سیمو ته هم وغځېږي، تر څو د خلکو اړتیاوې لا ډېرې پوره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د سیاسي چارو له شنونکو، متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره وکتل

پنج شنبه /٢٢/شوال/۱۴۴۷

تېره ورځ له غرمې مخکې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو متنفذینو او د پوهنتون له استادانو سره په خپل کاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

ارزګان کې د دوه مرورو کورنيو ترمنځ پخلاينه

چهارشنبه ۲۱ شوال المکرم  ۱۴۴۷ 

د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرې څه مودې څخه راپدېخوا د ځمکو د کروندې په سر خپل منځي جنجالونه روان وو، چې د ارزګان د سرحدونو،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۴
Background image

په ننګرهار کې د قتل یوه موضوع حل شوه

 

شنبه/ ۱۷ / شوال/۱۴۴۷
د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ څه موده وړاندې د ماشومانو پر سر پېښه شوې فزیکي شخړه، چې له امله یې یو تن وژل شوی هم و، تېره ورځ د یوې دودیزې
. . .

BACK TO NEWS

User account menu