د پکتیا ولايت له يو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره کتنه!

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۵ - ۹:۲۴
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو، مخورو او ځوانانو سره وکتل.

په دې کتنه کې دغو مشرانو له شته نظام څخه د ملاتړ او په هېواد کې د دایمي اوربند د ټینګښت د غوښتنې په ترڅ کې د وزارت په اړوندو لېسو کې د دغو سیمو ځوانانو ته د وزارت له خوا د زیاتې ونډې له امله له ښاغلي صمیم څخه د مننې ترڅنګ وویل: موږ همیشه په هېواد کې د باعزته سولې د ټینګښت او دایمي اوربند لپاره خپل غږ اوچت کړې او په دې برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له پروګرامونو څخه ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکوو.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي صمیم د نوموړو له ملي احساس څخه د منننې په ترڅ کې وویل: د وزارت د لېسو دروازې ستاسو د بچیانو د روزنې لپاره همیشه پرانیستې دي ، کوښښ به مو دا وي چې په لېسو کې ستاسو بچیانو ته زیاته ونډه ورکړو، ترڅو هېواد د همدغو ځوانانو په روزلو سره پرمختګ وکړي .

ښاغلي صمیم دا هم وویل: چې هېواد په حساسو شېبو کې دی، د دې نظام په پایښت کې ستاسو مشرانو رول ټاکوونکی دی، ټول افغانان باید منسجم او په یوه غږ د خپل نظام او امنیتي ـ دفاعي ځواکونو څخه کلک ملاتړ وکړي.

دغه راز مو په دې وروستيو وختونو کې بېلابېلو ولايتونو ته رسمي سفرونه کړي، چې په ترڅ کې يې د هېواد د ملي ارزښتونو او ملي بنسټونو په ساتلو او د باعزته سولې او دايمي اوربند په برخو کې مو د هېواد د مختلفو اقشارو نظريات او سلا مشورې اخیستې ، چې ټول افغانان په هېواد کې له جګړې ستړي دي او تلپاتې اوربند غواړي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۲/۸ - ۱۰:۲۴
Background image

په کونړ ولایت کې ۲۰ کلنه شخړه حل شوه

۱۸/۱۰/۱۴۴۵

د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د ادم درې سیمې د دوو کورنیو تر منځ ۲۰ کاله وړاندې رامنځته شوې شخړه، چې له امله یې دواړه لوریو ته مرګ ژوبله او مالي زیانونه هم اوښتي وو، تېره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۰:۴۰
Background image

په پکتیکا ولایت کې ۳۵ کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

۱۵/۱۰/۱۴۴۵

د پکتیکا ولایت په شکین ولسوالۍ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، د یادې ولسوالۍ مسؤلینو او قومي مشرانو په هلوځلو ۳۵ کلنه شخړه حل شوه. 

دغه شخړه چې د یاد ولایت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۳:۲۰
Background image

په میدان وردګو ولایت کې یوه کورنۍ شخړه حل شوه

۱۴/۱۰/۱۴۴۵

په میدان وردګو ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ د تربګنیو او کورنیو موضوعاتو پر سر رامنځته شوې شخړه چې کلونه یې دوام کړی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست،. . .

BACK TO NEWS