په باميان ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ پنځوس ۵۰ کلنه بدي په دوستۍ بدله شوه

khoram2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۹:۱۶
شخړه

دوشنبه ۱۴۴۶/۳/۲۷

د دغه ولايت په يکه ولنګ ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو لويو قومونو ترمنځ هغه پنځوس ۵۰ کلنه شخړه هواره شوه چې د وخت حکومتونو او خلکو د ډيرو هلو ځلو سره سره ناحل پاتې وه. د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت، د قومي مشرانو، مصلحينو، علماوو او د ا.ا.ا د ځينو مسؤلينو په شريکو همکاريو دغه اوږده شخړه حل شوه او دواړه طرفونه د سولې په ټغر سره کېناستل.

مصلحينو او جرګه کوونکو د يادې موضوع د ښه تشخيص په موخه سيمې ته سفر وکړ او د دواړو طرفونو په عادلانه فيصله يې دغه پنځوس کلنې شخړې ته د پاي ټکی کيښود. ښکېلو اړخونو د ا.ا.ا له مسؤلينو څخه مننه وکړه چې دغه جنجالي شخړه يې ورحل کړه او ژمنه يې وکړه چې راتلونکي کې به د يو بل پر واندې هيڅ تاو تريخوالي ته زړه نه ښه کوي بلکې د ورورۍ ژوند به کوي.

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د ولايتي رياستونو او ادارو په مرسته د ولسونو تر منځ دې ته ورته سلکونه اوږدې، جنجالي او خونړۍ شخړې حل او فصل کړې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۴:۴۴
Background image

په جوز جان ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ را پورته شوې شخړه حل شوه

چهارشنبه  ۱۵/۳/۱۴۴۶

په جوزجان ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې هغه شخړه حل شوه چې د دواړو خواوو ترمنځ يې ژور اختلافات رامنځ ته کړي وو او له کبله به یې وخت ناوخت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۱۲:۱۳
Background image

په کنړ ولایت کې ٦ کلنه، په بلخ او بادغيس ولايتونو کې هم بېلابېلې شخړې حل شوې.

چهار شنبه  ۱۵/۳/۱۴۴۶

د کنړ ولايت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د دوو هغه کورنيو ترمنځ شپږ (۶) کلنه شخړه حل شوه، چې تر منځ يې لوی اختلافات موجود وو د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۹:۱۶
Background image

په باميان ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ پنځوس ۵۰ کلنه بدي په دوستۍ بدله شوه

دوشنبه ۱۴۴۶/۳/۲۷

د دغه ولايت په يکه ولنګ ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دوو لويو قومونو ترمنځ هغه پنځوس ۵۰ کلنه شخړه هواره شوه چې د وخت حکومتونو او خلکو د ډيرو هلو ځلو سره سره ناحل پاتې وه.. . .

BACK TO NEWS