د کاپيسا په تګاب ولسوالي کې د مسؤلينو په هڅو ۴۰ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

haqani_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۴۵
د کاپيسا په تګاب ولسوالي کې د مسؤلينو په هڅو ۴۰ کلنه بدي په دوستي بدله شوه

 

شکشنبه ۲۱ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د ځايي ديني علماوو، قومي مشرانو، مصلحينو او د نظر خاوندانو همکاري د ياد ولايت تګاب ولسوالي په بدراب سيمه کې څلوېښت کلنه بدي په دوستي بدله کړه.

په دغه رامنځته شوې بدي کې د دواړو خواوو د اختلافاتو له کبله د دوو مېرمنو په ګډون يو بل کس وژل شوی و او څلور تنه نور پکې ټپيان شوي وو، چې ګڼ مالي زيانونه هم ورته اوښتي وو او د دواړو خواوو ترمنځ يې لويې تربګنۍ رامنځته کړې وې.

د يادې بدي د حل پرمهال مسؤلینو او سمیه ییزو مشرانو د ولسونو ترمنځ په سوله او اتفاق ټینګار وکړ، جرګه کوونکو د ښکېلو غاړو له رضایت سره سمه منصفانه فيصله وکړه او دواړه دښمنې کورنۍ یې سره غاړه غړۍ کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

د خوست او زابل دوه کورنيو ترمنخ مرګوني شخړه په پخلاينه بدله شوه

 

يکشنبه ۲۱ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د خوست ولایت نادرشاه کوټ او زابل ولایت مرکز دوه کورنیو ترمنځ د څه مودې راهيسې روانه شخړه، چې د یو کس د وژل کیدو سبب ګرځیدلي وه د خوست د سرحدونو، قومونو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۵۴
Background image

په کنړ او بغلان کې د مرورو کورنيو پخلاينه

 

یکشنبه ۲۱ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د ياد ولايت په سرکاڼو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د ځمکو د ملکيت پر سر اختلافاتو له کبله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۴۲
Background image

د سرحدي پلټنو مرستیال د زابل شملزو  له بادیني بندر له چارو لیدنه وکړه

 

شنبه ۲۰ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت ‌الله شجاع تېره ورځ په زابل ولایت کې د شملزو ولسوالي له  بادیني بندر له فرضي کرښې. . .

BACK TO NEWS

User account menu