د سرحدي پلټنو مرستیال د زابل شملزو له بادیني بندر له چارو لیدنه وکړه
شنبه ۲۰ ربيع الآخر ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي عنایت الله شجاع تېره ورځ په زابل ولایت کې د شملزو ولسوالي له بادیني بندر له فرضي کرښې څخه لیدنه وکړه.
ښاغلي شجاع د ياد ولايت د والي په شمول د کميسارۍ له استازو او د کنډک له مسؤلینو سره هم وليدل او د اړوندو چارو د لا ښه والي، همغږۍ او د خپلو مسؤلیتونو د ترسره کولو په اړه يې یو لړ مشورې او سپارښتنې ورسره شريکې کړې.
د دغه لیدنې په پای کې دواړو لوريو پر مهمو موضوعاتو د لا زیاتې پاملرنې او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ او د ذکر شوي بندر د مسؤلینو او کارکوونکو د ترسره شوو فعالیتونو ستاینه وشوه.
