د کاپيسا په تګاب ولسوالي کې د مسؤلينو په هڅو ۴۰ کلنه بدي په دوستي بدله شوه
شکشنبه ۲۱ ربيع الآخر ۱۴۴۸
د کاپيسا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت آمر د ځايي ديني علماوو، قومي مشرانو، مصلحينو او د نظر خاوندانو همکاري د ياد ولايت تګاب ولسوالي په بدراب سيمه کې څلوېښت کلنه بدي په دوستي بدله کړه.
په دغه رامنځته شوې بدي کې د دواړو خواوو د اختلافاتو له کبله د دوو مېرمنو په ګډون يو بل کس وژل شوی و او څلور تنه نور پکې ټپيان شوي وو، چې ګڼ مالي زيانونه هم ورته اوښتي وو او د دواړو خواوو ترمنځ يې لويې تربګنۍ رامنځته کړې وې.
د يادې بدي د حل پرمهال مسؤلینو او سمیه ییزو مشرانو د ولسونو ترمنځ په سوله او اتفاق ټینګار وکړ، جرګه کوونکو د ښکېلو غاړو له رضایت سره سمه منصفانه فيصله وکړه او دواړه دښمنې کورنۍ یې سره غاړه غړۍ کړې.
