د پلازمينې کابل اړوند څلور ګونو ښوونيزو مرکزونو له مسؤلينو او استادانو سره غونډه ترسره شوه

يکشنبه ۱۴ ربيع الأول ۱۴۴۷
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير الحاج ملا نور الله نوري نن له غرمې ورسته د دغه وزارت د غونډو په تالار کې د بايزيد روښان انستيتيوت، رحمان بابا، خوشحال خان او پيرمحمد کاکړ عالي ليسې له يوشمېر مسؤلينو او استادانو سره داسې مهال غونډه تر سره کړه، چې د ياد وزارت د مقام د فتر رئيس مولوي نياز محمد تقي، د دعوت او ارشاد رئيس مفتي شفيع الله ثاقب او د ښوونې او روزنې رئيس شيخ عبدالرحمن رحماني پکې حضور درلود.
د غونډې پرمهال ښاغلي نوري د يادو ښوونيزو مرکزونو راغليو استادانو ته ښه راغلاست ووايه او زياته يې کړه: ښوونکي او اهل علم زموږ د هيواد کدرونه، سرمايې او د آينده نسل روزونکي دي غوښتنه مو ترې دا ده، چې د دزده کوونکو په اخلاقو، تقليد، سيرت او صورت لا ډير کار وکړي. نوموړي په ټولو ښوونيزو مرکزونو کې د اسلام د مبين دين او اوتاريخ زده کړه مهمه وبلله.
ښاغلي نوري د خبرو پرمهال د وزات د څلور ګونو ښوونيزو مرکزونو په استادانو غږ وکړ، چې د هيواد بچيان د دې زوريدلي وطن د آبادۍ لپاره داسې وروزي، چې د پرديو له