په باميان او پکتيکا ولايت کې مسؤلينو د ولسواليو په کچه غونډې ترسره کړې.

taqi2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۴۹
په باميان او پکتيکا ولايت کې مسؤلينو د ولسواليو په کچه غونډې ترسره کړې.

دوشنبه  ۱۵ ربيع الأول ۱۴۴۷

د باميان ولايت په کهمر ولسوالي او د پکتيکا ولايت په خيرکوټ ولسوالي کې له عامو خلکو سره د يادو ولايتونو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو لخوا د همغږۍ او يووالي په موخه پراخه غونډې ترسره شوې.

د غونډو پرمهال مسؤلينو د اسلامي امارت پراهميت او ارزښت خبرې وکړې، د نظام په لاسته راوړنو يې رڼا واچوله او له خلکو يې وغوښتل، چې په هرحالت د دې نظام ساتنه وکړي. يادو مسؤلينو د قومي مشرانو لخوا هم ډاډ ترلاسه کړ، چې د اړتيا په صورت کې به د اسلامي امارت څخه د مال او ځان په دبدل کې ساتنه کوي.

يادې غونډې، چې د ولسواليو په کچه ترسره کېږي پکې د ولسواليو استازو، قومي مشرانو، علماوو او عامو ولسي خلکو سره د اسلامي اخوت، ورورولي او يو شمېر مهمو ولسي موضوعاتو په تړاو بحثونه ګېږي ترڅو د حل په لارو چارو يې کار وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu