کنړ کې د ا.ا.ا مسؤلينو له لوري ۲۵ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

taqi2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۵۳
کنړ کې د ا.ا.ا مسؤلينو له لوري ۲۵ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه  ۱۵ ربيع الأول ۱۴۴۷

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ملا تحميد الله غازي په هڅو د قومي سپين ږيرو، علماء کرامو او سيمه ييزو خلکو په دوامداره هلوځلو د دغه ولايت په آسمار ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ شاوخوا ۲۵ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.

د دغه دښمني په پايله کې له دواړو لوريو درې تنه وژل شوي، څو تنه ټپيان شوي او د ګڼو مالي تاوانونو ترڅنګ دواړو خواوو ته ژورې اندېښنې موجودې وي، چې مسؤلينو په خپل منځګړيتوب د يوې جوړې شوې غونډې په ترڅ کې پای ته ورسولې.

ښکېلې غاړې، چې له دې اوږدمهاله دښمني څخه ډيرې زورېدلې وې په خپله روغه جوړه خوښي څرګنده کړه او د اسلامي امارت څخه په مننې کولو سره يې ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به هېڅ ډول شخړو ته زړه ښه نه کړي.

دشمنی ٢٥ ساله از سوی مسؤولین امارت اسلامی در کنر به دوستی تبدیل شد

دوشنبه  ۱۵ ربيع الأول ۱۴۴۷

با تلاش های  ملا تحمیدالله غازی، رئیس امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کنر و کوشش های دوامدار بزرگان قومی، علما و مردم محل، دشمنی تقریباً ۲۵ ساله میان دو خانواده در ولسوالی اسمار  ولایت متذکره به دوستی تبدیل گردید.

در نتیجه این دشمنی، سه نفر از هر دو طرف کشته، چندین نفر زخمی  و علاوه بر خسارات مالی فراوان، اختلافات  عمیقی بین  هر دو طرف وجود داشت، که با میانجیگری مسؤلین ، طی یک نشست خاتمه یافت.

طرفین منازعه  که از این دشمنی دیرینه بسیار متاثر شده بودند، از این آشتی ابراز خرسندی نموده  و با تشکر ازمسؤلین امارت اسلامی، تعهد سپردند، که در آینده به هیچ گونه منازعه دست نمی زنند.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۹:۳۳
Background image

بغلان کې د اسلامي اخوت او ولسي يووالي غونډه ترسره شوه

سه شنبه  ۱۶ ربيع الأول ۱۴۴۷

د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو په بغلان مرکزي ولسوالي کې خلکو سره د اسلامې اخوت، ولسي يووالي او همغږۍ غونډه داسې مهال ترسره کړه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۵۶
Background image

A Meeting Was Held with Officials and Teachers of Four Educational Centers of the Ministry in Capital Kabul

 

Monday/8th/Sep/2025
Minister of Borders and Tribal Affairs, Alhaj Mullah Noorullah Noori, held a meeting with a number of officials and teachers of Bayazid Roshan Institute, Rahman
. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۵۳
Background image

کنړ کې د ا.ا.ا مسؤلينو له لوري ۲۵ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

 

دوشنبه  ۱۵ ربيع الأول ۱۴۴۷

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس ملا تحميد الله غازي په هڅو د قومي سپين ږيرو، علماء کرامو او سيمه ييزو خلکو په دوامداره هلوځلو د دغه. . .

BACK TO NEWS

User account menu