د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د چمن حضوري په سیمه کې د (۹۶۷) متره مربع ځمکې د مزایدې اعلان
Publish Date
Closing Date
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ټولو هغو په شرایطو برابرو داوطلبو شرکتونو ته بلنه ورکوي چې د کابل ښار د اتمې ناحیې چمن حضوري په سیمه کې د موقعیت لرونکې (۹۶۷) متره مربع ځمکې د موازي مزایدې په پروسه کې ګډون وکړي.
علاقه مندان شرکتونو کولای شي د شرطنامې کاپي د وزارت د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې له شرایطو سره سم ډک کړي او په تړلي ډول، د ۱۴۰۵/۰۵/۱۷ نېټې، د شنبې ورځې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري. ناوخته رسېدلي آفرونه او یا هم د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین ۲۷۹،۷۸۶ (دوه سوه نهه اویا زره او اووه سوه شپږ اتیا) افغانۍ نغدې پیسې ټاکل شوې دي.
یادونه: د آفرونو د پرانیستې غونډه به د ۱۴۰۵/۰۵/۱۷ نېټه، د شنبې په ورځ، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د تدارکاتو په ریاست کې ترسره شي.
