د غزني ولایت د وکیل محمد جان ګوچي عالي لېسې د ګازو، مېوو، وچې ډوډۍ، ترکاري او نورو اعاشوي توکو د قرارداد د ورکړې په اړه خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې د غزني ولایت د وکیل محمد جان ګوچي عالي لېسې د ګازو، مېوو، وچې ډوډۍ، ترکاري او نورو اعاشوي توکو قرارداد د ۱۴۰۵ هـ ل کار لپاره د (د بُت شکن لوجیستکي شرکت) ته د حداقل (۱۲۴۱۵۰۵۰) د دوولس میلیونه، څلور لکه پنځه لس زره او پنځوس افغانیو او حداکثر (۱۲۶۲۴۷۰۰) دوولس میلیونه، شپږ لکه، څلوروېشت زره او اووه سوه افغانیو په مجموعي قیمت په قرارداد ورکړي، بناءً ټولو حقیقي او حکمي کسانو ته بلنه ورکول کېږي، چې په دې برخه کې که چیرته کوم اعتراض او نیوکه لري، د اعلان د نشر له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې دي خپل اعتراض او نیوکه په کتبي توګه له ټولو دلایلو سره یوځای د یاد وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند شعبې ته وسپاري.
دغه خبرتیا د قرارداد د ورکړې په معنی نه ده، بلکې له ټاکل شوې مودې وروسته به د قرارداد د ورکړې نور قانوني مراحل ترسره شي.
پته: د میدان هوایي سرک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کابل-افغانستان
