په بېلابېلوموضوعاتوبحث اوخبرې!

mobta-af
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۷ - ۹:۱۶
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په اداري مجلس کې چې ددغه وزارت د مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله خان په مشرۍ، د مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي، د سرحدي څېړنو معین ښاغلي ډاکټر محمد آصف قاضي زاده، سلاکارانو او رئيسانو په ګډون نن یکشنبې د ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې میاشتې پر ۶مه نېټه جوړ شو په بېلابېلوموضوعاتو بحث او خبرې وشوې.

په پیل کې د مقام د دفتر رئيس د کابیني د شلمې مصوبې څخه د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي محب الله صمیم یو شمېر یادښتونه له مجلس سره د اجرااتو لپاره شریک کړل. په دې یادښتونو کې ټینګار شوی چې له خنډ او ځنډ پرته دې د کړنو رپوټونه د مقام د دفتر ریاست له خوا واستول شي، د تلې میاشتې تر۲۰مې پورې دې هغو شمېرکارکوونکو ته چې الکترونیکي تذکره نه لري د الکترونیکي تذکرې د اخېستلو زمینه برابره شي، په ولایتونو کې د اړتیا پر مهال د طبیعي پېښو د رامنځته کېدو په صورت کې د ولایتي ریاستونو فعاله ونډه اخيستل او په اړه یې د رپوټ وړاندې کول، په چارو کې د نوښت او خوځښت په پار دې ننګرهار ولایت ته، د کنړ، لغمان او نورستان ولایتونو او وزارت ته د تلې پر ۱۷مه د لوګر، پکتیکا، پکتیا او خوست ولایتونو، همدا راز د تلې پر۱۸ د جنوب غرب حوزې د سرحدونو او قبایلو چارو رئيسانو رابلل او همدا راز د پوهنې ریاست ته دنده وسپارل شوه، چې د ۱۳۹۹ لمریز کال په کانکور ازموینه کې د لومړۍ درجې بریالۍ آغلې شمسېې د بریالیتوب ستاین غونډې ته دې د وزارت له اړوند لېسو څخه له لومړي ترپنځم نمره پورې زده کوونکي راوبولي.

ورپسې د اداري مجلس د تېرې غونډې د پرېکړې پر بنسټ د تشریفاتو رئيس د وزارت په اړوند مېلمستونونو کې د شته امکاناتو او ترمیماتي اړتیاوو، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئيس په نیمروز، بامیان، کندهار او کندز ولایتونو کې د دینی عالمانو، قومي مشرانو، مخورو، مدني فعالانو او ځوانانو په ګډون د جرګو د جوړېدو، د تفتیش رئيس په ۱۳ ولایتونو کې د آمریتونو د ځینو ستونزو لپاره د حل لارو د پیدا کولو، د معلوماتي تکنالوژۍ رئیس د رسمي اجرااتو لپاره د رسمي ایمل ادرسونو د جوړولو او د پلان او پالېسۍ رئیس د پیر محمد کاکړ لېسې د اوبو د دوو ذخیرو د ۷۰ سلنه کار د پرمختګ او په دې برخه کې د ستونزو په اړه خبرې او رپوټونه یې وړاندې کړل.

مجلس اړوند ریاستونو ته پرموضوعاتو د بحث وروسته خپلې پرېکړې واورولې او په یادو برخو کې یې په جدي اجرااتو ټینګار وکړ.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۴:۵۸
Background image

وزیر امور سرحدات، اقوام و قبایل با تحلیلگران سیاسی، متنفذین قومی و استادان پوهنتون دیدار نمودند

پنج‌شنبه، ۲۲ شوال ۱۴۴۷
الحاج ملا نورالله نوری، وزیر امور سرحدات، اقوام و قبایل، قبل از ظهر دیروز با شماری از تحلیلگران سیاسی، متنفذین قومی و استادان پوهنتون‌ها در دفتر کار خویش دیدار
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

BACK TO NEWS

User account menu