کندوز ولایت په شېرخان بندر کې د کاسا۱۰۰۰ پروژې لپاره د ځمکو استملاکي کارونو پیل او ارزښت موندنې په تړاو د ولسونو د ملاتړ غونډه وشوه.

mobta-af
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۶ - ۱۱:۴۵
mobta


په دې غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس، د کندوز حوزې برېښنا رئیس، د کلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس، د ولایتي شورا رئیس، د امام صاحب ولسوال، د امام صاحب او شېرخان بندر د قومي او انکشافي شوراګانو مشرانو، علماوو، د بېلابېلو قومونو قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس نظیف الله نظیف د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د کندوز والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي پیغام ووایه، د کاسا ۱۰۰۰پروژه یې د سیمې هېوادونو د وصل لپاره ښه فرصت یاد کړ، له قومي مخورو او مشرانو یې مننه وکړه، چې تل یې د ملي پروسو او پرمختیایي پروژو نه ملاتړ کړی دی.
د کندوز حوزې برېښنا رئیس حاجي محمد مومند د یادې پروژې په برخه کې د ځمکو د استملاکي کارونو پیل، ارزښت موندنې او د کار پر روان بهیر هر اړخیزې خبرې وکړې، د پروژې د تطبیق لپاره یې د هر ډول چمتووالي یادونه وکړه، یاده پروژه یې د هېواد په اقتصادي پیاوړتیا او نړیوال اعتبار کې ډېره مهمه وبلله، د ولسونو ملاتړ یې د پروژو په ښه تطبیق کې مهم وباله او دغه راز یې د برېښنا عمومي رئیس انجنیر امان الله غالب پیغام هم له ګډونوالو سره شریک کړ.
د ولایتي شورا مشر محمد یوسف ایوبي، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په سیاسي او اقتصادي ګټو رڼا واچوله او زیاته یې کړه، چې د کندوز ولسونو تل د ملي ګټو په ساتنه کې نه ستړې کېدونکې هلي ځلي کړي.
د کندوز ولایت امام صاحب ولسوالۍ ولسوال محبوب الله سعیدي وویل، په امام صاحب ولسوالۍ کې د یادې پروژې د تطبیق لپاره هر اړخیز چمتووالی نیول شوی او زیاته یې کړه، چې ولسونه دې په خپلو سیمو کې د دې پروژې نه په ګټې اخستنې سره د بیارغونې لپاره خپل لومړیتوبونه وټاکي.
د علماوو، قومي شوراګانو، قومي مشرانو او انکشافي شوراګانو په استازولۍ، مولوي سید یاسین خرد، د سوري قوم قومي شورا مشر معلم طاوس، غلام جیلاني او عبدالجلیل په ترتیب سره خبرې وکړې، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې نه یې د ولسونو هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.
د شېرخان بندر سرحدي کمېسار هم د غونډې ویناوال و، چې د ولسونو ملاتړ یې د امنیت، ثبات او پرمختیایي پروژو څخه د ملاتړ په برخه کې ډېر مهم وباله.
د غونډې په پای کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا رئیس دوست محمد ریحان د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اهمیت په تړاو هر اړخیز مالومات وړاندې کړل دغه راز د امام صاحب ولسوالۍ او شېرخان بندر کې د رغنیزو چارو پر روان بهیر یې هم د غونډې ګډونوالو سره مالومات شریک کړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۰:۵۴
Background image

در شماری از ولسوالی‌های شش ولایات، نشست‌های مردمی درباره تطبیق احکام شریعت برگزار شد

.

پنجشنبه ۱۱ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

 به هدف تطبیق احکام شریعت و هماهنگی بیشتر میان مردم و مسئولان، در شماری از ولسوالی‌های ولایت‌های کندز، پنجشیر، میدان‌وردک، فاریاب، سمنگان و بلخ، نشست‌های. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۲۴
Background image

مسؤلان ننګرهار دشمنی چهار دهه‌ای را در این ولایت حل کردند

 

یکشنبه، ۷ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

مسئولان ریاست امورسرحدات، اقوام و قبایل ولایت ننگرهار با همراهی علمای دینی و بزرگان محلی، دشمنی میان دو خانواده را در ولسوالی هسکه مېنه که بر سر ملکیت زمین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

در پکتیکا،  دشمنی چهار ساله پس از برجا گذاشتن ۱۴ کشته و زخمی پایان یافت

 

۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۸

دشمنی مرگبار چهار ساله میان دو خانواده در ولسوالی خیرکوت ولایت پکتیکا، پس از آن‌که ۱۴ کشته و زخمی برجا گذاشت، با میانجی‌گری مسئولان ریاست امور سرحدات، اقوام و. . .

BACK TO NEWS

User account menu