په هرات کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له خوا نن

mobta-af
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۹:۲۱
mobta

ښاغلی ګل اغا شیرزی نن په هرات کی
افغانستان ز موږ لومړیتوب دي
‎موقت حکومت د حل لار ه نده
‎ټاکنې د سولې لپاره حتمی دی


‎چهارشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د سنبلې په ۲۰ نېټه لویه غون‌‌‌‌‌‌ډه تر سره شوه، چی په ترڅ کی یی د هرات پتمنو ولسونو د سرحدونو او قبایلو وزارت داجن‌‌‌‌‌‌ډا څخه چی افغانستان مو لومړیتوب دی او د ددایمې سولې دراوستو په موخه انتخابات حتمی دی، همدارنګه د ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو، څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ

‎په غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شیرزي, د هرات والي ښاغلي عبدالقیوم رحیمي، د هرات ولایت مرستیالې اغلې مونسه حسن زاده، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمېر غړو، د وزارت د جرګو او قبايلي چارو معين ښاغلي محمد يعقوب احمدزي، د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریس ښاغلی عبدالوحید خاورې, د وزارت سلاکارجنرال محمد عظیم، د ولايتي شورا يو شمېر غړو، د عالمانو د شورا رئیس، مرستیال او غړو، د سولې د شورا رئيس او غړو، د ښځو چارو رئيسې او غړو، ګڼ شمير قومي مشرانو ، ديني عالمانو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو

‎د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شيرزي د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني سلامونه او نېکي هيلې د هرات پتمن ولس ته وړاندې کړل او ددوی دستونزو د اوریدو ترڅنګ یی د خپلو خبرو په ترڅ کې د ولسمشر لخوا له وسله والو طالبانو سره د سولې لپاره د ولس د مشورې اخيستل او همدې موخې ته د رسېدو لپاره د سولې د مشورتي جرګې جوړيدل د هېواد اوسنیو ستونزمنو حالاتو ته په کتو سره ډېره ګټوره وبلله.

‎ښاغلي شیرزي وویل: افغانان په هېڅ صورت لنډ مهاله یا موقت حکومت، چې د هېواد اتلس کلنې لاسته راوړنې په کې ضایع شي او افغانستان یوځل بیا د ترځو تجربو په تکرار سره بحران ته لاړ شي، نه مني

‎ شیرزی صاحب زیاته کړه: دافغانستان حکومت د نړۍ په کچه پیژندل سوی او دمشروعیت څخه برخمن حکومت دی او دواک دلیږد یوازینۍ مشروع لاره رڼې ټاکنې دی چی باید پخپل وخت تر سره سی او طالبانو ته په کار ده، چې د سولې لپاره له افغان دولت او ملت سره د هېواد دننه خبرې وکړې او ترهر څه وړاندې له افغان دولت سره اوربند اعلان کړي، تر څو د سولې خبرې اترې مثبتې پایلې ته ورسیږي

‎د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي شيرزي د سولې لپاره د خپلو هلو ځلو څخه هم يادونه وکړه وې ويل، چې د دولت او طالبانو تر منځ تېر درې ورځنې اوربند رامنځته کړ او اوس هم د ولسمشر او د هېواد د قومي مشرانو او ديني عالمانو په مشوره او همکارۍ جدي کار کوي، تر څو د سولې په راوستلو کې رغنده رول ولوبوي.

‎ښاغلی شیرزی د خپلو خبرو په دوام وویل: افغانستان زموږ لومړیتوب دی ، نوموړي په ټولو افغانانو غږ وکړ، چې په راروانو ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخلي او دخپلې رایې په استعمالولو سره خپل برخلیک په خپله وټاکي. نوموړي دغه راز په تولو ولسونو غږ وکړ، چې د خپلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو تر شا ودرېږي او د خپل موجوده منتخب نظام ملاتړ وکړي.

‎ محترم محمد شفیق ګل آغا شېرزي د هېواد د خپلواکۍ د ګټوونکي ستر اتل غازي امان الله خان مبارزو او کارنامو ته هم په اشارې سره وویل: چې غازي امان الله خان د وخت له تېري کوونکوڅخه خپلواکي وګټله او غوښتل یې چې افغانستان په هره برخه کې برمختګ وکړي، افغان دولت او ملت ته په کار دی، چې د نوموړي پاتې شوی پروژې اونیمګړۍ فصل تکمیل کړي
‎همدارنګه پدی غون‌‌‌‌‌‌ډه کی
‎ د وزارت د جرګو او قبایلي چارو معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي د غونډې موخې بیان کړې، سوله یی الهي نعمت او د هر افغان اساسي غوښتنه وبلل او زیاته یی کړه چی وزارت په ټولو ولایتونو کې د ټاکنو پر اهمیت، سولې او قومونو د انسجام لپاره ولسي غونډې جوړوی
‎همدارنګه په غون‌‌‌‌‌‌ډه کی په هرات کی دوزارت دسرحدونو او قبایلو رئیس ښاغلی ژمن پخپلو فعالیتونو رڼا واچوله او په ټولنیزو چارو کې د هرات ولایت مرستیالې اغلې مونسه حسن زاده خبرې وکړې، د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شیرزي څخه یې مننه وکړه، چې په کندهار کې یې د ولسي غون‌‌‌‌‌‌ډو او جرګو په جوړلو سره درانه قومونه اتحاد او ا تقاق ته راوبلل او د هېواد په حساسو شرایطو کې
‎د سولې مشورتي جرګې جوړيدل د افغان ولسمشر محمد اشرف غنی یو ښه نوښت وباله، چې له دې لارې یې له ملت سره مشوره وکړه ترڅو له طالبانو سره بین الافغاني خبرو اترو ته زمینه برابره شي
‎ورپسې د هرات ولایت د ولایتي شورا مرستیال ښاغلي توریالی طاهري ، دولسی جرګې غړی سیمین بارکزې او خلیل احمد شهیر زاده، د شخړو د حل کمیسیون ریس ښاغلي حضرت محمد شریف مجددي ، خبرې وکړې او د وزیر صاحب راتګ او ملی اجن‌‌‌‌‌‌ډا څخه خوښی څرګند او د یو شمیر محلی ستونزو په مطرح کولو سره د قومونو د انسجام په برخه کی یی د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هلې ځلې وستایلې او د بین الافغاني خبرو اترو رامنځته کېدل یې د جګړې د دواړو غاړو په ګټه وبلل

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۹:۱۹
Background image

A Meeting with Tribal Elders of Maidan Wardak Province

 

Saturday/11th/Oct/2025
Minister of Borders and Tribal Affairs, Alhaj Mullah Noorullah Noori, met with tribal elders, scholars and dignitaries of Narkh district of Maidan Wardak
. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۲۳
Background image

وحدت در میان ملت و عملی شدن اصول اسلامی شرط های اساسی بقای نظام و پیشرفت کشور می باشد

 

سه شنبه ۱۴ ربيع الثاني ۱۴۴۷

این اظهارات را مسؤلین  امارت اسلامی امروز در جریان یک نشست که تحت عنوان وحدت ملت، بقای نظام اسلامی و رفاه مردم  در ولایت فاریاب تحت رهبری مولوی محمد علی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۳:۱۴
Background image

تدویر نشست مردمی تحت عنوان وحدت ملت، بقای نظام اسلامی و رفاه مردم

 

یکشنبه/ ۱۲/ ربيع الثاني ۱۴۴۷

نشست بزرگ مردمی تحت رهبری مولوی محمد علی جان احمد، معین جرگه ها و هماهنگی امور قبایل وزارت امور سرحدات، اقوام و قبایل و هیئت همراه شان در ولایت سمنگان. . .

BACK TO NEWS

User account menu