ننګرهار کې د ۱۰ کلني بدي تر څنګ هلمند او بغلان کې هم شخړې حل او فصل شوې
يکشنبه ۲۸ ربيع الآخر ۱۴۴۸
د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو لسو کلونو په دوام روانه دښمني، چې په نتيجه کې يې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو له لوري په سوله او ورورولي بدله شوه او دواړو خواوو روغه وکړه.
همداراز د هلمند ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلوچارو رياست رئيس د ديني عالمانو په ملتيا دغه ولايت کې د درې کالو په دوام روانه دښمني، چې د دوو کورنيو ترمنځ يې لويې ستونزې او مشکلات ايجاد کړي و حل او فصل کړه او دواړو غاړو د خوښي غاړې سره ورکړې.
په ورته مهال د بغلان ولايت مرکز اړوند سيمي اوسيدونکو يوې کورنې څو غړو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه د ياد ولايت د سر حدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست له لوري حل او هر کس ته خپل حق ورسېده.
