په سرپل او بادغيس ولايتونو کې د مرګونو شخړو حل
چهار شنبه ۲۸ صفر المظفر ۱۴۴۸
د سرپل ولايت په الفتح ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو دوو کورنيو ترمنځ د خپلمنځي جنجالونو له کبله هغه راپورته شوې شخړه، چې په نتيجه کې يې درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتي وه د منځګړو مشرانو په هڅو پای ته ورسېده.
په دغه شخړه کې له دواړو لوريو دوه تنه وژل شوي او يو بل تن ټپي شوی و، چې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت د مسؤلينو او جرګه کوونکو مشرانو لخوا پکې د خير فيصله وشوه او دواړه خواوې يې سره د سولې په ټغر کېنولې.
همداراز د بادغيس ولايت د مرکز په يوه سيمه کې د ځمکې د ملکيت پر سر د دوو کورنيو د غړو ترمنځ د يو لړ راپورته شويو اختلافاتو له کبله موجوده شخړه د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د استازو په مشري حل او فصل شوه. په دغه شخړه کې يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی و او سخت اختلافات يې ترمنځ موجود وو
