په نمیروز او بلخ ولایت کې د محلي مسؤلینو په ستړیا دوه شخړې او په دوستۍ بدلې شوې

khoram_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۲:۵۱
شخړه

 

دوشنبه  ۶/۷/۱۴۴۶
د نمیروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست، دیني عالمانو او سیمه ییزو متنفذینو په منځګړیتوب او هڅو د زرنج ښار د توجک کلي د دوو کورنیو تر منځ لس کلنه دُښمني چې له کبله یې یو تن وژل شوی و او د دواړو کورنیو ترمنځ یې خورا زیات خنډونه رامنځته کړي وو حل او د یوې پراخي ولسي غونډې پرمهال په دوستي بدله شوه. 

همدارنګه تېره ورځ د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د ریاست، قومي مشرانو او مصلحینو په همکاري هم د یاد ولایت د چمتال ولسوالۍ د یوې کورنۍ او د جوزجان د آقچې ولسوالۍ د بلې کورنۍ ترمنځ پېښه شوې شخړه چې دواړه خواوې یې له کبله له ډېرو ستونزو سره مخ وې، یو له بل سره یې روغه وکړه او د دوستي په ټغر را ټول شول. 

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له راتګ سره سم د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ مشرتابه او محلي مسؤلین هڅه کوي ترڅو د خلکو ترمنځ د تېرو کلونو پيښې شوې شخړې، خپل منځي دُښمنۍ او بدۍ حل کړي او له دې لارې د ولسونو ترمنځ اتفاق او یووالی لا نور هم پیاوړی کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu