سرحدي او ډېورند فرضي کرښې ته د څېرمه ولسواليو د خلکو ستونزو ته د رسيدنې په موخه مرکزي کمېټې ناسته وکړه

khoram_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۹:۵۳
ناسته

یکشنبه ١٧/۴/۱۴۴۶

د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی د حکم پر اساس چې د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې وه تر څو سرحدي او ډېورنډ فرضي کرښې ته د څېرمه ولسونو اولویه ستونزې واورې او د حل په موخه یې راپور د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له مقام سره شریک کړي.

د همدې حکم پر اساس د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر الحاج ملا نورالله نوري په مشرۍ په نورستان، کنړ، ننګرهار، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ولایتي کمېټو تر جوړېدو وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په کچه د یاد وزارت د سرحدي څېړنې د مرستیال الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي په مشري یوه مرکزي کمېټه جوړه شوه، تر څو د سرحدي او ډېورنډ فرضي کرښې ته د څېرمه ولسوالیو را ټولې شوې ستونزې و ارزوي او د حل لارې چارې ورته ولټوي.

مرکزي کمېټې نن د سرحدي پلټنې د مرستیال الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي په مشرۍ ناسته ترسره کړه چې پر مهال یې د کمېټو اعضاوو هم شتون درلود، په ناسته کې د یادو ولسوالیو د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د مالي لګښتونو او چارو د ښه تنظیم او سر ته رسولو په موخه د طرزالعمل، مالي سند او مکانزمونو په اړه بحث وشو او د غونډې په ترڅ کې ددې طرزالعمل او مکانزمونو د تشریح او توضیح لپاره د ولایتي کمېټو د عامه پوهاوي لپاره یو هیئت وټاکل شو.

 د ناستې په جریان کې په دې اړه هم خبرې وشوې چې په لنډ وخت کې به ډېورنډ فرضي کرښې ته د څېرمه یو لړ ولايتونو لپاره د ځانګړې شوې بودجې څخه په ځینو ولایتونو کې د سرکونو د رغونې، روغتیا، اوبو او انرژي، مخابراتو، ښوونې او روزنې په برخه کې ځینې کارونه پیل شي.
 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu