د لوګر او پکتیکا ولسوالۍ په مربوطاتو کې له ډیورنډ فرضي کرښې څخه بررسي ترسره شوه!

khoram_admin
سرحدي پلټنه

سه شنبه   ۲۱/۳/۱۴۴۶

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د سرحدي بررسۍ معینیت اړوند د سرحدي پلټنو د رئيس مولوي غلام صديق سباوون په مشرۍ د سرحدي کارپوهانو يو ګډ پلاوي لوګر او پکتيکا ولايتونو ته د ډيورنډ فرضې کرښې په اوږدو کې د څېرمه ولسواليو د بررسي په موخه سفر وکړ.

یاد پلاوي، لومړی د لوګر له والي، اړوند مسؤلينو او د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو له رئيس سره وکتل او د ځینو ولسوالیو د پلټنې په هکله یې سره سلا مشورې وکړې. وروسته نوموړي هیئت د لوګر ولايت ازرې ولسوالي ته سفر وکړ او هلته یې د ۴،۷۵ کيلو مټرو په امتداد د ډيورنډ فرضي کرښې بررسي او پلټنه ترسره کړه. 

د ازرې ولسوالۍ له پلټنې وروسته یاد پلاوي پکتيکا ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې له والي او ځایي مسؤلینو سره هم لیدنه وکړه او د دغه ولایت د ګيانې ولسوالي په اوږدو کې ۷،۷۰۲ کيلو متره، د برمل ولسوالۍ ۶۵،۱۵۶ کيلومتره، ګومل ولسوالي ۵۲،۷۹ کيلومتره، وړممۍ ولسوالي ۱۱۲،۹۸ کيلو متره او له تروې ولسوالي سره د ۷۰،۹۹۷ کیلومتره په اوږدوالي د ډیورنډ فرضي کرښه څارنه او د بررسي پر مهال یې د ټاکل شویو نقطو له خوندیتوب څخه ډاډ ترلاسه کړل. 

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د یاد ریاست مسؤلینو د بدخشان ولایت واخان، د کونړ، خوست او پکتیا ولایتونو مختلفو ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړي وو چې په ترڅ کې یې له ډیورنډ فرضي کرښې څخه څارنه او پلټنه ترسره شوې وه. همدارنګه یادو مسؤلینو څه موده وړاندې ایران هیواد ته هم سفر ترسره کړی و چې پرمهال یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سرحدي پولو د خوندیتوب په اړه خبرې اترې شوې وې.   

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت تل هڅه کوي، چې له ګاونډيو هيوادونو سره له شریکو پولو او ډیورنډ فرضي کرښې څخه نظارت او څارنه وکړي ترڅو له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره دوه اړخیز ثبات تأمین وي او ولسونه په سوله او اخوت کې ژوند وکړي.
 

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۲:۵۲
Background image

داوطلبی تدارک نان خشک و روت:

 

وزارت امورسرحدات، اقوام و قبایل از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می نماید تا در پروسه داوطلبی تدارک نان خشک و روت اشتراک نموده و نقل چاپ شده شرطنامه را در بدل (1000) افغانی از آمریت . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۲:۴۴
Background image

داوطلبی تدارک دو قلم تیل دیزل و پطرول:

 

وزارت امورسرحدات، اقوام و قبایل از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می نماید تا در پروسه داوطلبی تدارک دو قلم تیل دیزل و پطرول اشتراک نموده و نقل چاپ شده شرطنامه را در بدل (1000) افغانی . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۲:۴۲
Background image

داوطلبی تدارک دو قلم گوشت گوساله و گوسفند:

 

وزارت امورسرحدات، اقوام و قبایل از تمام داوطلبان واجد شرایط دعوت می نماید تا در پروسه داوطلبی تدارک دو قلم گوشت گوساله و گوسفند اشتراک نموده و نقل چاپ شده شرطنامه را در بدل (1000) . . .

بازگشت به اطلاعیه ها

User account menu