تاسې لوړ کادرونه او د ملت سترګې یاست

mobta-af
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۳/۳۰ - ۱۰:۱۲
Mobta

دوشنبه/۳۰/ذالقعدةالحرام/۱۴۴۴

د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د دعوت او ارشاد رئیس الحاج مفتي شفیع الله ثاقب د یوه هیئت په مشرۍ چې د یاد وزارت د کوچیانو د اقتصادي پروګرامونو او څړځایونو رئیس مفتي لعل محمد منیب او نور کارکوونکي هم پکې شامل وو، په یاد وزارت پورې اړوند د پیر محمد کاکړ عالي لیسې له زده کوونکو او تدریسي پرسونل سره ناسته وکړه.

په پیل کې د یاد وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي ثاقب زده کوونکو ته په خطاب کې وویل: تاسې د دې هیواد راتلونکې یاست، که د هر مسلک خاوندان کېږئ کوښښ وکړئ د ټولنې یوه اړتیا پوره کړئ نه دا چې د ټولنې د اوږو بار شئ، که عصري علوم موږ له جهان سره سیال کوي او د وخت اړتیا ده دیني علم د دنیا او آخرت څراغ دی چې په واسطه به یې لومړی ځان او بیا الله (ج) پېژنو. نوموړي همدا راز وویل: تاسې لوړ کادرونه او د ملت سترګې یاست، ترشا مو یو اسلامي نظام ولاړ دی، استاد مو پالنه کوي، تعمیرونه درته ودان شوي، د وړیا زده کړو زمینه درته مساعده ده، د هیواد، ملت، مور اوپلار نوم مو روښان کړئ، سنګر، محراب او عقیده وساتل شوو، اوس تاسې ته لازمه ده چې د خپلو علمي زده کړو په واسطه د ملت د راپورته کېدلو او دفاع لپاره کار وکړئ.

Mobta

ښاغلي ثاقب د یادې ناستې موخه نبوي صورت او سیرت ته د زده کوونکو د پام را اړول یاد کړل او له زده کوونکو او تدریسي کارکوونکو یې وغوښتل چې خپل اخلاق، کړه وړه او رفتار دي د نبوي سیرت په مسیر برابر کړي تر څو په دنیا او آخرت کې نیکمرغه و اوسي.

ورپسې د کوچیانو د اقتصادي برنامو او څړځایونو رئیس ښاغلي منیب خبري وکړې، زده کوونکې یې خپلو درسونو ته و هڅول او د معلم د مقام په اړه یې وویل: استادان د ټولنې هغه قشر دی چې د هیواد ټول په کار پوه خلک دوی روزلي دي، موږ ۴۰ کاله تر فکري او نظامي یرغل لاندې وو اوس مو له ښوونکو څخه هیله ده چې د زده کوونکو په فکري رغوونه کې خپل مسؤلیت په ښه توګه ادا کړي.

د یادې لېسې د استادانو په استازیتوب یوه تن معلم مولوي حیات الله د راغلي پلاوي له ورتګ څخه مننه وکړه، د زده کوونکو سالمه روزنه یې خپل مسؤلیت یاد کړ او ویې ویل: په قرآنکریم کې د الله (ج) فرمایي٬٬هریو له تاسي څخه د شپون دی چې د خپل رعیت مسؤلیت پرغاړه لري٬٬ نو موږ تاسې ته ډاډ درکوو چې د زده کوونکو په پالنه او روزنه کې به خپل ایماني مسؤلیت په ښه ډول سرته رسوو.

د غونډې په پای کې ۳۶ ټوکه قرانکریمونه او چاپ شوې مسنونې دوعاګاني لېسې ته د تخفې په ډول ورکول شول.

د یادولو وړ ده چې د غونډې په اخیر کې د یادې لېسې له ښوونکو سره په جلا ناسته کې د هغوی ستونزې واورېدل شوې او د حل په موخه یې دوی ته ډاډ ورکول شو.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu