په انرژۍ کې د سپما په اړه د پوهاوي پروګرام!
یاد پروګرام نن سه شنبه د کب پر ۱۲ نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کارکوونکو ته جوړ شو.
په دې پروګرام کې، چې د کابل برښنا ریاست کارکوونکي ښاغلي میلاد پاینده له خوا پر مخ وړل کېدلو، له انرژۍ او برقي وسایلو څخه د استفادې د څرنګوالي او د ټولو هغو مواردو په اړه چې د انرژۍ په سپما کې له خلکو سره مرسته کوي پریزنتیشن وړاندې کړ.
په پای کې یې له انرژۍ څخه په معقوله استفاده او د لمریزې انرژۍ د تولیدي وسیلو په نصبولو یې چې هم د انرژۍ په سپما اوهم اقتصادي ګټې لري ټینګار وکړ.