د ولسي جرګې له منشي، د خلکو له استازي او د جنوبي قومونو د یووالي شورا له مشر او یوشمېر ځوانانو سره ناسته!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۹:۱۶
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې وروسته د ولسي جرګې له منشي ښاغلي اسدالله شهباز، په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت د خلکو له استاري ښاغلي خالد اسد او د جنوبي قومونو د یووالي شورا له مشر ښاغلي ډاکټر معین څکمني سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو مشرانو په وار سره د خپلو ستونزو شریکولو ترڅنګ د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر یو ولسي او ټولنیز شخص وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې ښاغلي صمیم به د قومونو د انسجام، د ولسونو د ستونزو د هوارولو او له نظام څخه ملاتړ ته د خلکو د هڅوولو په برخه کې زیاتې هلې ځلې وکړې.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چار وزیر ښاغلي محب الله صمیم د یادو مشرانو او ځوانانو له راتګ څخه مننه وکړه، په بېلابېلو برخو کې يې د دوې د هلو ځلو او فعالیتونو څخه د ملاتړ په ترڅ کې وویل: خوښ یم، چې تاسو ځوانان د هېواد د آبادې او سوکالۍ لپاره کار کوئ، دا منو، چې په هېواد کې ستونزې شته، هڅه به مو دا وي چې ستونزو ته حل لارې پیدا کړو.

دغه راز ښاغلي صمیم وویل: خویندې هم د هېواد د پرمختګ لپاره کار کوي او د خپلو نارینه وروڼو ترڅنګ یې تل د خپل هېواد د سوکالۍ او هوساینې لپاره منډې ترړې کړي دي، زموږ هڅې به دا وي چې ځوانانو ته د زده کړې مناسب چاپېریال رامنځته کړو.

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۶
Background image

مسئولین  در قندهار دو خانواده را آشتی دادند

 

 پنجسنبه ۲۷  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

مسئولین  ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت کندهار به همکاری محصلین منازعه میان دو خانواده در ولسوالی تخته پل آن ولایت را که نزدیک به دو سال ادامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۸
Background image

حل منازعه یک ساله میان دو خانواده در کندز 

 

چهار شنبه ۲۶  جمادی الآخرة ۱۴۴۷

منازعه  که از مدت  نزدیک به یک سال  میان  دو خانواده در منطقه سردار دوره  مرکز ولایت نامبرده  وجود داشت و اختلافات خانوادگی بزرگ را در بین آنها به. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۱:۵۸
Background image

حل منازعه 5 ساله در بلخ

 شنبه ۲۲/ جمادي الآخر/ ۱۴۴۷ ریاست امور سرحدات، اقوام و قبایل ولایت بلخ، با همکاری بزرگان محلی و مصلین منازعه پنج ساله میان یک خانواده از فیض آباد ولایت جوزجان و خانواده دیگر از قریه. . .

BACK TO NEWS

User account menu