د جلالتمآب ولسمشر د لومړي مرستیال د روغتیا پوښتنه وشوه.

mobta-af
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۹ - ۱۴:۲۷
mobta

 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محمد شفیق ګل آغا شېرزي نن په داسې حال کې، د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی او حاجي جاوید شېرزی هم ورسره ملګري وو، د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح دفتر ته ورغلل او د هغه د روغتیا پوښتنه یې وکړه.

محترم شېرزي پر ښاغلي صالح باندې برید په کلکه وغانده، هغه یې د هېواد دښمنانو کار وباله، د پېښې شهیدانو ته یې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغیتا هیله وکړه او دا چې ښاغلی صالح له ترهګریز برید څخه روغ وتلې خوښي څرګنده کړه.

په مقابل کې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال محترم صالح د ښاغلي شېرزي له ورتګ ،نیک احساس، خواخوږۍ او ډاډګېرنې څخه مننه وکړه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۰:۲۰
Background image

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مسؤلينو په هرات کې ۶ کلنه شخړه هواره کړه

 

يکشنبه ۱۶ صفرالمظفر ۱۴۴۷

د ياد وزارت لخوا يوه پلاوي چې پکې د دعوت ارشاد رئيس مفتي شفيع الله ثاقب، د تفتيش رئيس شيخ حضرت ولي حقاني او د مقام د شخړو د حل سلاکار محمد اجان رهبر شامل وو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۴:۴۴
Background image

لغمان کې څلور کلنه شخړه پای ته ورسېده

شنبه ۱۵ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمريت مسؤلينو لخوا د قومي مشرانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په دولت شاه ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاو خوا څلورو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۹:۸
Background image

د غور له خلکو سره د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقاء او د ولسونو د هوساينې غونډه وشوه

پنجشنبه ۱۳ صفرالمظفر ۱۴۴۷ د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزرات د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد د مل پلاوي په مشري.

نن په غور ولايت کې له ولايتي. . .

BACK TO NEWS

User account menu