کونړ کي قومي مشرانو، ديني عالمانو اوځوانانو د يوې جرګې په ترڅ کې د سولې مشورتي لويي جرګې د پريکړې ملاتړ وکړ او له دولت او طالبانوڅخه يې غوښتنه وکړه، چې اوربند ټينګ او د سولې بين الافغاني خبرې پيل کړي.

mobta-af
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱ - ۱۰:۱۷
mobta

په هغې جرګه کې چې نن پنجشنبې د روان کال د زمري د مياشتې په 30مه نېټه ددغه ولايت سرحدونواوقبایلوچارو ریاست کي جوړه شوې وه، د کونړ والي، ښاغلي محمد اقبال سعيد، د سرحدونواوقبایلو چارو وزارت مالي او اداري معين ښاغلي شجاع الملک جلاله، د کونړ امنيه قوماندان، د وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږى ريس ښاغلي نياز محمد اميري، د دغه ولايت د سرحدونو او قبايلو چارو ريس ښاغلى استاد فريد حسام، د پارلمان محترمو وکيلانو، د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، ټولنيزو فعالانو او ځوانانو برخه اخيستې وه.

غوڼډه د کلام الله مجيد د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل او د هېواد ملي سرود خپور شو.

د غونډې په پيل کې د وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږى ريس ښاغلي الحاج نياز محمد اميري کونړ ته د وزارت د پلاوي د سفر د موخو او د روان کال د جرګو د پلانونو په اړه څرګندونې وکړې.

همداراز کونړ والي محترم محمد اقبال سعيد، د ولسي جرګې غړي ښاغلي نعمت الله کرياب، د ولايتي شورا ريس ښاغلي ولايت خان ميشواڼي، وزارت مالي او اداري معين ښاغلي شجاع الملک جلاله خان او نورو وینا والو په وار سره د سولې د مشورتي جرګې له پرېکړو څخه د ملاتړ څرګندولو په ترڅ کې د سولي په برخه کي د دولت هڅي او د افغانانو د نظرياتو او مشورو په اورېدو کې کي د افغان ولسمشر ګټور اقدامات وستایل، هیله یې وښوده، چي د بین الافغاني خبرو اترو له پیل سره دې به طالبان اوربند او بیا دايمي سولي ته لبيک ووايي تر څو د روانې جګړې ټغر ټول او باعزته سوله ټينګه شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۵:۵۳
Background image

د ميدان وردګو او باميان ولايتونو لپاره د شخړو د حل په برخه کې د ټاکل شوي کمېسیون له غړو سره کتنه

سه شنبه ۲۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين الحاج مولوي محمد علي جان احمد نن له غرمې مخکې په میدان وردګ او باميان ولايتونو کې.د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

فارياب کې د څړځايونو پر سر څو کورنيو له ۶ کلن اختلاف څخه لاس واخيست

 

يکشنبه ۱۸ ذوالحجه ۱۴۴۶

د فارياب ولايت د سرحدونو، قومونو او فبايلو چارو رئيس الحاج مولوي محمد مير صارم د ځايي قومي مخورو او علماوو په شتون کې د يوې رابلل شوې غونډې پرمهال د هغو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۲:۵۸
Background image

لغمان کې د ۲۲ کلنې او ۱۷ کلنې شخړې تر څنګ بلخ کې هم ۳ کلنه شخړه حل شوه

شنبه ۱۷ ذوالحجه ۱۴۴۶

د لغمان ولايت عليشنګ ولسوالۍ په ميل دره سیمه کې د يوې کورنې د څو غړو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې ۲۲ کلنه لانجه او د همدې ولايت د مرکز اړوند چهاردهي سيمه کې د. . .

BACK TO NEWS

User account menu