د پکتيکا ولسونه په هر حالت کې د خپل شته نظام تر څنګ ولاړ دي

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۲/۶ - ۹:۱۷
mobta

د ټاکنېزو کمیسیونونو وروستۍ پریکړه د ولس اراده او غوښتنه ده موږ یې کلک ملاتړ کوو ولسمشر محمد اشرف غني ته د بیا ځل بریا مبارکي وایو .

دغه خبرې د پکتيکا ولايت په سلګونو تنو قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو وکړې او ويې ويل چې موږ به هيچا ته اجازه ورنه کړو چې زموږ واحد او متمرکز نظام له خنډونو سره مخ کړي ، اوس زموږ ولسونه پوهيدلې دي او د پرديو پر دسايسو نور نه غوليږي ، د پکتيکا ولسونو تل د هيواد د خپلواکۍ او ولسواکۍ لپاره مبارزه کړېده او په دې لار کې قرباني شويدي.

دوى پر ټولو لوريو غږ وکړ چې ولسواکۍ او ولس ته په احترام سره د ټاکنو وروستۍ پايلې ومني او روانو کړکيچونو ته نور ژر تر ژره د پاى ټکى کيږدي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د خوشحال خان عالي ليسې له استادانو او ادارې کار کوونکو څخه د سیرت النبي ﷺ ازموینه واخیسته

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رياست مسؤلينو د ښوونې او روزنې رياست داستازو په همغږي د دغه وزارت اړوند خوشحال خان عالي لېسه کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۰:۴۴
Background image

باميان کې د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه هواره شوه

 

چهارشنبه ۱۰ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د باميان ولايت مرکز اړوند سر آسياب سيمې دوه کورنيو ترمنځ د ميراث پر سر راپورته شوې شخړه، چې لوی جنجالونه او ګڼ اختلافات يې لرل د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۵:۲۸
Background image

باميان ولايت کې د مسؤلينو په منځګړيتوب د شخړې حل


سه شنبه ۹ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د بامیان ولایت په مرکز کې هغه شخړه، چې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه او په پایله کې یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و د ياد ولايت د سرحدونو،. . .

BACK TO NEWS

User account menu