له دیني عالمانو سره کتنه!

mobta-af
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۸ - ۹:۵۷
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن دوشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې میاشتې پر ۷ مه نېټه له دیني عالمانو ښاغلیو مولوي حنیفي، شیخ عبدالله او مفتي عبدالشکور سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس ښاغلی عبدالوحید خاورې هم حاضر و، راغلو دیني عالمانو د خپلو یو لړ ستونزو شریکولو، ترڅنګ د ملي یووالي، د سولې ټینګښت او د قومونو د انسجام په برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هڅې او هلې ځلې وستایلې او په دې برخو کې یې د خپلو تلپاتیو همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د یادو دینی عالمانو ستونزې پر ځای وبللې او په قومي او ملي مسایلو کې یې د دیني عالمانو سلا مشورې له ارزښته ډکې وبللې او د دوی سره یې په همغږۍ ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې په دې کتنه کې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي بارکزي د حج او اوقافو وزارت له خوا د هدیه شویو قران شریفونه له جملې څخه (۶) ټوکه یادو دیني عالمانو ته د ثواب په نیت هدیه کړل.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۳:۵۸
Background image

په لوګر ولايت کې ۶ کلنه دښمني پای ته ورسېده

 

يکشنبه ۱۴۴۶/۵/۲۲

د لوګر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د کورني تاوتريخوالي له امله د دوو کورنيو ترمنځ هغه شپږ کلنه شخړه، چې دواړو خواوو ته يې ژورې ستونزې پيدا کړې وې د سرحدونو، قومونو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۱۴
Background image

په بلخ  ولايت کې ۱۲ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

 

یکشنبه ۱۴۴۶/۵/٢٢

د بلخ ولايت دولت آباد ولسوالۍ په تلي ګک سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ ۱۲ کلنه اوږده شخړه په داسې مهال پای ته ورسېده، چې د يوې جوړې شوې غونډې پرمهال پکې د دغه ولايت د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۸:۱۷
Background image

د بغلان ولایت له قومي مشرانو او عالمانو سره کتنه

پنجشنبه ۱۴۴۶/۵/۱۹

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن مخکې له غرمې د بغلان ولایت له قومي مشرانو او دیني عالمانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د دغې کتنې. . .

BACK TO NEWS