له دیني عالمانو سره کتنه!

mobta-af
Tue, Jan 28 2020 9:57 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن دوشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د سلواغې میاشتې پر ۷ مه نېټه له دیني عالمانو ښاغلیو مولوي حنیفي، شیخ عبدالله او مفتي عبدالشکور سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس ښاغلی عبدالوحید خاورې هم حاضر و، راغلو دیني عالمانو د خپلو یو لړ ستونزو شریکولو، ترڅنګ د ملي یووالي، د سولې ټینګښت او د قومونو د انسجام په برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هڅې او هلې ځلې وستایلې او په دې برخو کې یې د خپلو تلپاتیو همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د یادو دینی عالمانو ستونزې پر ځای وبللې او په قومي او ملي مسایلو کې یې د دیني عالمانو سلا مشورې له ارزښته ډکې وبللې او د دوی سره یې په همغږۍ ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده، چې په دې کتنه کې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي بارکزي د حج او اوقافو وزارت له خوا د هدیه شویو قران شریفونه له جملې څخه (۶) ټوکه یادو دیني عالمانو ته د ثواب په نیت هدیه کړل.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu