د هرات ولایت د اهل تشیع له قومي مشرانو سره کتنه!

mobta-af
شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۳ - ۹:۳۷
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیرمحترم محمد شفیق ګل اغا شېرزي نن له غرمې وروسته په داسې حال کې چې د وزارت دجرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمد زی هم ورسره ملګری و، د هرات د جبرییل په ښارګوټې کې د اهل تشیع له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل.

په دې کتنه کې د اهل تشیع قومي مشرانو ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، او د سولې او ملي یووالي په تینګښت کې یې د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي هلې ځلې وستایلې.
نوموړو دغه راز خپلې یو لړ ستونزې له ښاغلي شېرزي سره دحل په موخه شریکې کړې

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محمد شفیق ګل آغا شېرزي له دغو قومي مشرانو سره د هېواد د روانو حالاتو او په ټاکنو کې د دوې د پراخ ګډون په خاطر سلا مشورې وکړې دوې ته یې ډاډ ورکړ، چې د ستونزو په هوارولو کې به ورسره همکاري وکړې.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۹:۴۹
Background image

بلخ کې د ۱۰ کلنې شخړې سر بېره هرات کې څلور کلنه او بغلان کې هم شخړه حل شوه

پنجشنبه ۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د څو کورنيو ترمنځ راپورته شوې شخړه، چې يو کس پکې وژل شوی و او ګڼې خپلمنځي ستونزې يې را ولاړې کړې وې د دغه ولايت د سرحدونو،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۷
Background image

پکتيا کې د څه باندې درې لسيزو مرګوني بدي په دوستي بدله شوه

 

چهار شنبه ۱۵ محرم الحرام ۱۴۴۸

د پکتیا ولایت احمداباد ولسوالي اړوند د سدخېلو قوم د اځک خېلو په کلي کې د دوه کورنیو ترمنځ ۳۴ کلنه بدي، چې له يوه طرفه یوتن پکې وژل شوي و د ياد ولايت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۴
Background image

(( امنیت د یوه هیواد لپاره حیاتي موضوع ده))

 

سه شنبه ۱۴ محرم الحرام ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزير ملا نور الله نوري د اهل تشيع له علماوو، سپین ږیرو او مشرانو سره په جوړه شوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال وويل: ولس د. . .

BACK TO NEWS

User account menu