له ۱۱ کلنې شخړې وروسته د دوو کورنیو پخلاینه
سه شنبه ۲۵/ربیع الاول/۱۴۴۸
د بامیان ولایت په مرکز کې د تيبتي کلي او خمکلک کلي د اوسېدونکو ترمنځ ۱۱ کاله مخکې رامنځته شوې شخړه چې له کلونو راهیسې د ښکېلو خواوو ترمنځ اختلافات راپیدا کړي وو، نن ورځ د ولایت مقام په لارښوونه، د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو آمریت او یو شمېر قومي متنفذینو په منځګریتوب حل او فصل شوه.
د پخلاینې پرمهال د بامیان ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب الله سجاد، دواړه لوري زغم او حوصلهمندۍ ته راوبلل او د شخړو پر حل یې ټینګار وکړ، نوموړي د شخړو حل د ټولنیز ثبات لپاره اړین وبلل، څرګنده یې کړه چې شخړې باید په اول وخت کې هوارې شي ترڅو په دښمنۍ او عداوت بدلې نه شي.
د دغې شخړې د حل پرمهال له دواړو لوریو اختیار خطونه واخیستل شول او ترمنځ یې د دوستي پرېکړه وشوه، چې د طرفینو له رضایت وروسته د دوستۍ د ټینګښت او اتفاق د پیاوړتیا په موخه، دواړه لوري سره پخلا کړل شول او په دې توګه، الحمدلله، یاده یوولس کلنه شخړه په دوستي بدله شوه
