له ۱۱ کلنې شخړې وروسته د دوو کورنیو پخلاینه 

haqani_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۷
له ۱۱ کلنې شخړې وروسته د دوو کورنیو پخلاینه 

 

سه شنبه ۲۵/ربیع الاول/۱۴۴۸
د بامیان ولایت په مرکز کې د تي‌بتي کلي او خمکلک کلي د اوسېدونکو ترمنځ ۱۱ کاله مخکې رامنځته شوې شخړه چې له کلونو راهیسې د ښکېلو خواوو ترمنځ اختلافات راپیدا کړي وو، نن ورځ د ولایت مقام په لارښوونه، د سرحدونو قومونو او قبایلو  چارو آمریت او یو شمېر قومي متنفذینو په منځګریتوب حل او فصل شوه. 

د پخلاینې پرمهال د بامیان ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو  چارو آمر حافظ محب الله سجاد، دواړه لوري زغم او حوصله‌مندۍ ته راوبلل او د شخړو پر حل یې ټینګار وکړ، نوموړي د شخړو حل د ټولنیز ثبات لپاره اړین وبلل، څرګنده یې کړه چې شخړې باید په اول وخت کې هوارې شي ترڅو په دښمنۍ او عداوت بدلې نه شي.

د دغې شخړې د حل پرمهال له دواړو لوریو اختیار خطونه واخیستل شول او ترمنځ یې د دوستي پرېکړه وشوه، چې د طرفینو له رضایت وروسته د دوستۍ د ټینګښت او اتفاق د پیاوړتیا په موخه، دواړه لوري سره پخلا کړل شول او په دې توګه، الحمدلله، یاده یوولس کلنه شخړه په دوستي بدله شوه

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۷
Background image

له ۱۱ کلنې شخړې وروسته د دوو کورنیو پخلاینه 

 

سه شنبه ۲۵/ربیع الاول/۱۴۴۸
د بامیان ولایت په مرکز کې د تي‌بتي کلي او خمکلک کلي د اوسېدونکو ترمنځ ۱۱ کاله مخکې رامنځته شوې شخړه چې له کلونو راهیسې د ښکېلو خواوو ترمنځ اختلافات راپیدا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۲۵
Background image

د کندهار په معروف او سرپل په البدر ولسوالي کې له عامو خلکو او سيمه ييزو مسؤلينو سره غونډې

 

يکشنبه ۲۳ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شریعت د نفاذ او همغږۍ ترعنوان لاندې د روانو غونډو په ترڅ کې تېره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۱۸
Background image

په کنړ او ميدان وردګو ولايت کې دوه جلاجلا شخړې هوارې شوې

 

سه شنبه ۲۵ ربیع الاول ۱۴۴۸

د کنړ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس ملا تحميد الله غازي په مشري د دغه ولايت په اسمار ولسوالي کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله راپورته شوې. . .

BACK TO NEWS

User account menu