د کندهار په معروف او سرپل په البدر ولسوالي کې له عامو خلکو او سيمه ييزو مسؤلينو سره غونډې

haqani_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۲۵
د کندهار په معروف او سرپل په البدر ولسوالي کې له عامو خلکو او سيمه ييزو مسؤلينو سره غونډې

 

يکشنبه ۲۳ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شریعت د نفاذ او همغږۍ ترعنوان لاندې د روانو غونډو په ترڅ کې تېره ورځ د کندهار ولايت په معروف او سرپل په البدر ولسوالي کې د ولسوالۍ له استازو، سيمه ييزو مشرانو او عامو خلکو سره پراخې ولسي غونډې ترسره شوې.

دغو جوړو شويو غونډو ته د اسلامي امارت منسوبينو په خپلو ويناوو کې د مشرانو په اطاعت، يووالي او اتفاق ټينګار وکړ او همداراز د اسلامي نظام او ولسي همغږۍ پر ارزښت يې ګډونوال وپوهول. دوی همداشان د امير المؤمنين حفظه الله تعالی فرامين او هدايات د ټولنې داصلاح، د ناوړه رواجونو او ناسمو دودونو د مخنوي لپاره خورا مهم وبلل او روښانه يې کړه، چې د يادو فرمانونو عملي کول او خپرول د ټولو خلکو ګډ مسؤليت دی.

قومي مشرانو په خپل وار تېرو قربانيو او زحمتونو ته په اشارې سره وويل: د اسلامي نظام د قيام لپاره مو ډيرې قربانۍ ورکړې دي له مجاهدينو سره په هر حالت همکار پاتي شوي يو او که اړتيا شوه بيا هم د خپلو مالونو او سرونو په بدله هرې قربانۍ ته تيار يو. يادو مشرانو د خپلو سيمه ييزو ستونزو په شريکولو سره د اسلامي امارت له مشرانو وغوښتل، چې په ياده برخه کې دې د پام وړ اقدامات ترسره کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۸:۲
Background image

د جوزجان په درذاب ولسوالۍ او د کندوز په مرکز کې له خلکو سره غونډه

 

سه شنبه ۲۵/ربیع الاول/۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په درذاب ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د نفاذ او فرامینو د تشریح غونډه داسې مهال ترسره شوه، چې د یاد ولایت د سرحدونو،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۷
Background image

له ۱۱ کلنې شخړې وروسته د دوو کورنیو پخلاینه 

 

سه شنبه ۲۵/ربیع الاول/۱۴۴۸
د بامیان ولایت په مرکز کې د تي‌بتي کلي او خمکلک کلي د اوسېدونکو ترمنځ ۱۱ کاله مخکې رامنځته شوې شخړه چې له کلونو راهیسې د ښکېلو خواوو ترمنځ اختلافات راپیدا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۰:۲۵
Background image

د کندهار په معروف او سرپل په البدر ولسوالي کې له عامو خلکو او سيمه ييزو مسؤلينو سره غونډې

 

يکشنبه ۲۳ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د ولسواليو په کچه د اسلامي نظام تر چتر لاندي د شریعت د نفاذ او همغږۍ ترعنوان لاندې د روانو غونډو په ترڅ کې تېره. . .

BACK TO NEWS

User account menu