د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د تنفیذ په اړه له خلکو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه
شنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د تنفیذ په اړه جوړه شوې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محبالله سجاد او ځايي مسؤولینو سربېره، د یادې ولسوالۍ دیني علماوو، قومي مخورو او عامو خلکو هم ګډون کړی و.
د بامیان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر او نورو مسؤولینو په خپلو خبرو کې د ولسي ستونزو د حل، د عدالت د تأمین او د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمانونو د عملي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ. هغوی له تعصب او نفاق څخه ډډه کول او د خلکو او مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره اړین وبلل.
په پای کې، د یکاولنګ ولسوالۍ خلکو د خپلو ستونزو د حل په برخه کې د مسؤولینو له پاملرنې مننه وکړه او ویې ویل چې د اسلامي نظام ملاتړ او له اړوندو مسؤولینو سره همکاري د دوی له مهمو مسؤولیتونو څخه ده. دوی غوښتنه وکړه چې د سیمې د خلکو بنسټیزو اړتیاوو ته لا زیاته پاملرنه وشي او د شته ستونزو د هواري لپاره لازم اقدامات ترسره شي
