د بامیان ولایت  د یکاولنګ ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د تنفیذ په اړه له خلکو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

haqani_admin
Sun, Sep 06 2026 8:28 AM
د بامیان ولایت  د یکاولنګ ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د تنفیذ په اړه له خلکو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

 

شنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د تنفیذ په اړه جوړه شوې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر حافظ محب‌الله سجاد او ځايي مسؤولینو سربېره، د یادې ولسوالۍ دیني علماوو، قومي مخورو او عامو خلکو هم ګډون کړی و.

د بامیان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر او نورو مسؤولینو په خپلو خبرو کې د ولسي ستونزو د حل، د عدالت د تأمین او د امیرالمؤمنین حفظه‌ الله تعالی د فرمانونو د عملي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ. هغوی له تعصب او نفاق څخه ډډه کول او د خلکو او مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پیاوړتیا د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره اړین وبلل.

په پای کې، د یکاولنګ ولسوالۍ خلکو د خپلو ستونزو د حل په برخه کې د مسؤولینو له پاملرنې مننه وکړه او ویې ویل چې د اسلامي نظام ملاتړ او له اړوندو مسؤولینو سره همکاري د دوی له مهمو مسؤولیتونو څخه ده. دوی غوښتنه وکړه چې د سیمې د خلکو بنسټیزو اړتیاوو ته لا زیاته پاملرنه وشي او د شته ستونزو د هواري لپاره لازم اقدامات ترسره شي

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu