په کندز کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده

haqani_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۶
په کندز کې د دوو کورنیو ترمنځ ۷ کلنه دښمني پای ته ورسېده

 

شنبه ۲۲ ربیع‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق

د کندز ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د مسؤلینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، د کندز ولایت د علي‌آباد ولسوالۍ د دوو کورنیو د غړو ترمنځ د میراث پر سر اووه کلنه دښمني، چې له امله یې دواړه لوري له یو بل څخه خوابدي وو، حل او فصل شوه.

د یادې شخړې د حل په موخه د کندز ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي احمدالله تالقاني،  او متنفذینو څو ځله ناستې ترسره کړې. د دغو پرله ‌پسې ناستو او هڅو په پایله کې دواړو لورو د میراث پر موضوع تفاهم وکړ، خپل پخوانی اختلاف یې پای ته ورساوه او په رضایت سره یې روغه جوړه وکړه، چې په پایله کې یې د دواړو لورو ترمنځ د خپلوي او تفاهم فضا بېرته ټینګه شوه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu