د کندهار ولایت  په ارغستان او سپین‌ بولدک ولسوالیو کې د عامو خلکو په ګډون ولسي غونډې ترسره شوې

haqani_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۸:۵۱
د کندهار ولایت  په ارغستان او سپین‌ بولدک ولسوالیو کې د عامو خلکو په ګډون ولسي غونډې ترسره شوې


شنبه ۱۴ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

د کندهار ولایت په ارغستان او سپین‌ بولدک ولسوالیو کې د(اسلامي نظام تر چتر لاندې د شریعت د تنفیذ او همغږۍ) تر عنوان لاندې ولسي غونډو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس الحاج ملا عبدالباري رحماني، د کندهار ولایت سیمه‌ییزو ملکي او نظامي مسؤولینو، دیني علماوو، قومي مشرانو او د دواړو ولسوالیو ګڼ شمېر عامو خلکو ګډون کړی و.

په دغو غوڼډو کې مسؤولینو له عامو خلکو سره د خبرو پر مهال د اسلامي نظام او ولس ترمنځ د لا ښې همغږۍ، یووالي او اتفاق پر پیاوړتیا ټینګار وکړ هغوی همداراز د ځوانانو پر اصلاح، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پر عملي کېدو، د شرعي علومو پر زده‌کړه ، د مسولینو له ولس سره د ښه چلند پر د ټولنې د پرمختک یو ښه بیلګه وبلله او له عامو خلکو یې وغوښتل چې د اسلامي نظام ملاتړ، همکاري او د شرعي اصولو رعایت ته دوام ورکړي.

په پای کې، د دواړو ولسوالیو قومي مشرانو او ګډونوالو د اسلامي نظام د ملاتړ ترڅنګ، له سیمه‌ییزو مسؤولینو سره د همغږۍ او همکارۍ پر دوام ټینګار وکړ. هغوی وویل چې د قومونو ترمنځ د یووالي او متقابل باور د پیاوړتیا، د امنیت د لا ټینګښت او د ټولنیز ثبات د خوندي ساتلو لپاره به خپلې هڅې نه سپموي او د هېواد د آبادۍ، پرمختګ او د خلکو د هوساینې په برخه کې به له مسؤولینو سره لازمې همکارۍ ترسره کړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu