له آقینې بندر او اړوندو سرحدي نقطو څخه لیدنه
سه شنبه ۱۸ ربیع الاول ۱۴۴۸
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال الحاج مولوي عنایت الله شجاع د یوه هیئت په مشري فاریاب ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له آقیني بندر او سرحدي سیمو څخه یې لیدنه وکړه.
د دغې لیدنې پرمهال د بندرونو اړوند ځينې ستونزې او په سرحدي برخه کې د اوبو له کبله رامنځته شوي مشکلات په نښه شول، چې په دې تړاو د فاریاب له مرستیال والي مولوي نیک محمد حنفي او نورو ځایي مسؤلینو سره هم همغږي وشوه.
یادو ستونزو ته د رسېدنې او همغږي په موخه له ولایتي مسؤلینو سره ګډه ناسته وشوه، چې پر مهال یې د آقینې بندر او سرحدي پولې اړوند د ځينو ستونزو په هواري او د سوداګري د پراختیا په هدف د مشترک بازار جوړولو پرموضوع بحث وشو.
د ناستې په ترڅ کې په بندري چارو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو، د اوبو له کبله د پېښو شویو ستونزو حل او له ترکمنستان هیواد سره د ګډ بازار پر جوړولو ټینګار وشو او په دې برخه کې د لازمو اقداماتو او عملي ګامونو اخیستلو پرېکړه وشوه.
