د بادغیس په دره ‌بوم ولسوالي کې د اسلامي شریعت د پلي کېدو په اړه له خلکو سره د همغږۍ غونډه

haqani_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۰:۲۷
د بادغیس په دره ‌بوم ولسوالي کې د اسلامي شریعت د پلي کېدو په اړه له خلکو سره د همغږۍ غونډه

 

پنجشنبه ۱۲ ربیع‌الأول ۱۴۴۸

د بادغیس ولایت په دره ‌بوم ولسوالۍ کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې د اسلامي شریعت د پلي کېدو او د خلکو او سیمه‌ ييزو مسؤلینو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په موخه غونډه ترسره شوه، چې پکې د اسلامي امارت د مسؤلینو ترڅنګ ديني عالمانو، قومي مخورو او عامو خلکو ګډون کړی وو.

ديني عالمانو او قومي مشرانو د يادې غونډې پرمهال په خپلو خبرو کې د ولس او مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ او متقابلې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د ورته غونډو جوړېدل مهم وبلل، دوی همداراز د مسؤلينو سره په ګډه د اسلامي شريعت په پلي کېدو کې ژمنه وکړه او دا يې خپله ايماني دنده وبلله.

مسؤلينو همداراز د ولس له پراخ ملاتړ څخه په مننې کولو سره څرګنده کړه، چې د ټولنې د لا ښه ثبات او د ورورولي د فضا د پیاوړتیا لپاره د خلکو همکاري اړینه ده. دوی دغه راز له خلکو وغوښتل، چې خپل ژوند د اسلامي شريعت په چوکاټ کې برابر ترسره کړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۸:۴۲
Background image

د هېواد په ۷ ولايتونو کې له قومي مشرانو او عامو خلکو سره د اسلامي شریعت د نفاذ او ستونزو اورېدو غونډې تر سره شوې

 

پنجشنبه ۳ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د خپلو محلي ادارو د مسؤلينو په مشري د شریعت د احکامو د تنفيذ، یووالي او همغږۍ په موخه د هېواد په ۷. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

BACK TO NEWS

User account menu