پکتيا کې د مسؤلينو په هڅو درې دښمني کورنۍ له سوله ييز ژوند څخه برخمنې شوې

haqani_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۵:۳۶
پکتيا کې د مسؤلينو په هڅو درې دښمني کورنۍ له سوله ييز ژوند څخه برخمنې شوې

 

چهار شنبه ۱۲ ربيع الأول ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت يوه پلاوي پکتيا ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت مرکز اړوند باغکي په سيمه کې د څو کورنيو ترمنځ د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې يو کلنه دښمني، چې په پايله کې يې يو کس وژل شوی او ګڼې ستونزې يې راولاړې کړې وې حل او فصل کړه.

په دغه پلاوي کې چې د وزارت د دعوت او ارشاد رئيس الحاج مفتي شفيع الله ثاقب يې مشري کوله د وزارت د شخړو د حل کمېټې په ګډون د ولايتي اداري مسؤلينو، د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو، ديني عالمانو او قومي مشرانو په ملتیا یې له طرفینو سره څو ځله ناستې ولاړې وکړې.

یاد هیئت او سپین ږیرو د ناستو په ترڅ کې موضوع په هر اړخېز ډول وڅېړله او د طرفينو د رضايت په ترلاسه کولو سره يې د یوې غونډې په ترڅ کې یې د منصفانه او شرعي فيصلې په پایله یاده شخړه له منځه یوړه او يو بل سره خوشاله شول، چې په همدې سره يې ياده دښمني په دوستي بدله شوه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۵۲
Background image

د پلازمېنې کابل په استالف ولسوالي کې له خلکو سره د اسلامي شريعت د نفاذ او همغږۍ غونډه

 

چهار شنبه ۲ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له لوري د دغه وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږي د رئيس مولوی محمد اجان رهبر په مشري د پلازمېنې کابل په استالف. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۳۱
Background image

جوزجان کې مسؤلينو دوه مرورې کورنۍ سره پخلا کړې

چهار شنبه ٢ جمادي الأولی ۱۴۴۸

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د دوو کورنیو ترمنځ د يوه کال په موده کې هغه رامنځته شوې شخړه، چې د ځمکو د ملکيت له امله وه په سوله ييزه توګه حل او دواړو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۹:۳۵
Background image

پکتيا کې د ۳۰ کلنه بدي په سوله او پخلاينه بدله شوه

 

دوشنبه ۲۹ ربيع الآخر ۱۴۴۸

د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په مشري علماء کرامو، قومي سپين ږيرو او ځايي مخورو د خپلو هڅو په پايله کې د دغه ولايت په څمکنيو. . .

BACK TO NEWS

User account menu