بلخ کې د مسؤلينو له لوري د ۴۰ کلنې حقوقي شخړې حل
سه شنبه ۱۱ ربيع الأول ۱۴۴۸
د بلخ ولایت د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي سردار محمد محمدي په مشري د ديني عالمانو، متنفذینو، سپین ږیرو مشرانو او د اسلامي امارت د ځينو منسوبينو په حضور کې د دې ولایت دهدادي ولسوالي د عزيز آباد سیمې اوسیدونکو ترمنځ شاوخوا ۴۰ کلنه حقوقي شخړه پای ته ورسېده.
ياده اوږدمهاله شخړه، چې د ځينو خپلمنځي مسائلو پر سر راپورته شوې وه د دواړو خواوو ترمنځ يې د پراخو ستونزو سر بېره ګڼ مالي تاوانونه هم اړولي وو، چې وخت ناوخت به يې ترمنځ فزيکي اخ و ډب هم رامنځته کېده.
مسؤلينو د يادو جنجالونو د پای ته رسولو په موخه لومړی په هر اړخېزه توګه موضوع وڅېړله او بيا يې د قومي مشرانو او علماوو په شتون کې د يوې ګډې جرګې په پايله کې د شرعي فيصلې په کولو سره حق حقدار ته وسپاره
