په پنجشېر ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه حل شوه

haqani_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۲:۲۸
په پنجشېر ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه حل شوه

 

پنجشنبه ۲۹ اسد ۱۴۰۵ هـ ش

په پنجشېر ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې شخړه د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت، مسؤلینو او سیمه ‌ییزو مشرانو له لوري د دواړو ښکېلو لورو په هوکړه او رضایت حل او فصل شوه.

لومړۍ یاده شخړه د حل او فصل په موخه په هر اړخیز ډول وڅېړل شوه او د موضوع د حل لپاره لازم تصمیم ونیول شو. د مسؤلینو او سیمه‌ ییزو مشرانو په منځګړیتوب، دواړو لوري له یو او بل سره پخلا شول او په دې سره یې پيښه شوې  شخړه په سوله‌ ییزه توګه پای ته ورسوله.

په پای کې دواړو لورو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به د یادې موضوع په اړه، چې د دوی ترمنځ پرې شخړه رامنځته شوې وه، په راتلونکي کې هېڅ ډول جنجال نه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۱۳:۴۹
Background image

په بلخ او ارزګان کې د جلاجلا شخړو حل

شنبه ۲۶ جمادی الأولی ۱۴۴۸

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست رئيس مولوي سردار محمد محمدي په هڅو او د ځايي قومي مشرانو په منځګړيتوب د ياد ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۶ - ۹:۲
Background image

زابل کې له ولسونو سره لویه ولسي غونډه تر سره شوه

پنجشنبه ٢٤ جمادی الأولی ١٤٤٨

دا غونډه چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لخوا جوړه شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د وزیر ملا نورالله نوري په ګډون د زابل ولایت والي،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۸:۴۱
Background image

د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شول

پنج شنبه ٢٤ جمادی‌الأولی  ۱۴۴۸

د کابل په بادام باغ کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو په خزاني نندارتون کې د کوچیانو حیواني محصولات او لاسي. . .

BACK TO NEWS

User account menu