بلخ کې د مسؤلينو په هڅو دوه کلنې دښمني پای وموند

taqi2_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۲۰
بلخ کې د مسؤلينو په هڅو دوه کلنې دښمني پای وموند

 

پنجشنبه ۲ محرم الحرام ۱۴۴۸

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په هڅو د دولت آباد ولسوالي اړوند د دوو کورنيو تر منځ هغه دوه کلنه دښمني، چې د خپلمنځي اختلافاتو له امله رامنځته شوې وه او ګڼې ستونزې يې را ولاړې کړې وې، د يوې قومي جرګې له لارې په سوله ‌ييز ډول پای ته ورسېده.

د يادې جوړې شوې جرګې پرمهال د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د خلکو ترمنځ دغوره ژوند په تړاو د اسلام په رڼا کې هر اړخېزه وینا وکړه او عفوه او بښنه کول يې د مسلمانانو کار ياد کړ. دوی همداراز په ولسونو غږ وکړ، چې ستونزې دې د خبرو له لارې هوارې کړي.

په پای کې د جرګې غړو د شرعي فيصلې له مخې د دواړو لوريو په رضايت پرېکړه وکړه او ياده د دوه کالو دوامداره دښمني يې په دوستي بدله کړه، چې په همدې سره د ښکېلو کورنيو مشرانو يو بل سره ومنل او نوی د خوښي ژوند يې پيل کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۰:۱۰
Background image

د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره لیدنه

د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو سره لیدنه

چهار شنبه/٣١/ ۴/۱۴۰۵

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري نن د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ له یو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۹:۴۵
Background image

لغمان کې د دوه کلنې شخړې سربېره باميان کې هم شخړه حل شوه

 

د لغمان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو آمر د ځايي قومي مشرانو، ديني عالمانو او مصلحينو په ملتيا د دغه ولايت د مرکز اړوند باغ ميرزا سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د تېرو دوو کلونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۶:۲۷
Background image

د اداري چارو او پروسو د ساده کولو په موخه ناسته ترسره شوه

 

سه شنبه ۶ صفر المظفر۱۴۴۸

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د يو شمير رياستونو له رئيسانو سره د اداري چارو او پروسو د ساده کولو په موخه نن ترغرمې مخکې د ياد وزارت د مسلکې معين. . .

BACK TO NEWS

User account menu