د زابل په مېزانه ولسوالي کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډه

taqi_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۲۷
د زابل په مېزانه ولسوالي کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډه

 

پنجشنبه ۴ رجب المرجب ۱۴۴۷

د زابل ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست او ولایت مقام په ګډه همکاري د ولايتي ادارې په هماهنګي له قومي مشرانو، ديني عالمانو، او عامو خلکو سره يوه لويه ولسي غونډه داسي مهال ترسره شوه، چې د ولسوالي مسؤلينو او د دغه ولايت مرستیال والي الحاج  سیدالرحمن حافظ هم حضور درلود.

غونډې ته قومي مشرانو په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې د ا.ا.ا ترشا کلک ولاړ دي او ټینګ ملاتړ يې کوي. يادو قومي مشرانو د خپلو سيمه ييزو ستونزو په شريکولو سره د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو هرکلی وکړ او د هغي د عملي کولو تر څنګ يې له ا.ا.ا څخه د مننې تر څنګ ځينې غوښتنې هم وکړې، چې پکې د رغنيزو کارونو او کاري فرصتونو غوښتنې شاملې وې.

د يادې جوړې شوې غونډې پرمهال مسؤلينو د ولسي له ملاتړ څخه په مننې کولو سره وويل: ولسونو هر وخت د دې نظام د حاکميت لپاره د خپل ايمان او ميړانې له کبله ډيرې سترې قربانۍ ورکړې دي. دوی همداراز خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت مشران شپه او ورځ ستاسو د خدمت او ملاتړ لپاره هلې ځلې کوې. يادو مسؤلينو د ولسواليو په کچه د خلکو ستونزو ته رسېدنه خپله دنده ياده کړه او ژمنه يې وکړه، چې د ممکنه لارو چارو په مټ به يې د حل کولو هڅې وکړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۳۰
Background image

په فراه ولایت کې له ولسونو سره یوه لویه غونډه ترسره شوه

 

 پنجشنبه ۵/ رجب المرجب/ ۱۴۴۷

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له لوري په ولایتونو کې د (ملت اتحاد، اسلامي نظام بقاء او ولسونو هوساينې) تر سرلیک لاندې د پیل شویو غونډو په دوام. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۲۷
Background image

د زابل په مېزانه ولسوالي کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډه

 

پنجشنبه ۴ رجب المرجب ۱۴۴۷

د زابل ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست او ولایت مقام په ګډه همکاري د ولايتي ادارې په هماهنګي له قومي مشرانو، ديني عالمانو، او عامو خلکو سره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۷
Background image

په باميان ولايت کې د شخړې حل

 

پنجشنبه ۴ رجب المرجب ۱۴۴۷  

د باميان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو د منځګړيتوب په پايله کې د دغه ولايت په يکه ولنګ ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ هغه راپورته. . .

BACK TO NEWS

User account menu