د زابل په مېزانه ولسوالي کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډه

taqi_admin
Sat, Dec 27 2025 10:27 AM
د زابل په مېزانه ولسوالي کې د اسلامي اخوت او ولسي ستونزو د اورېدو غونډه

 

پنجشنبه ۴ رجب المرجب ۱۴۴۷

د زابل ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست او ولایت مقام په ګډه همکاري د ولايتي ادارې په هماهنګي له قومي مشرانو، ديني عالمانو، او عامو خلکو سره يوه لويه ولسي غونډه داسي مهال ترسره شوه، چې د ولسوالي مسؤلينو او د دغه ولايت مرستیال والي الحاج  سیدالرحمن حافظ هم حضور درلود.

غونډې ته قومي مشرانو په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې د ا.ا.ا ترشا کلک ولاړ دي او ټینګ ملاتړ يې کوي. يادو قومي مشرانو د خپلو سيمه ييزو ستونزو په شريکولو سره د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو هرکلی وکړ او د هغي د عملي کولو تر څنګ يې له ا.ا.ا څخه د مننې تر څنګ ځينې غوښتنې هم وکړې، چې پکې د رغنيزو کارونو او کاري فرصتونو غوښتنې شاملې وې.

د يادې جوړې شوې غونډې پرمهال مسؤلينو د ولسي له ملاتړ څخه په مننې کولو سره وويل: ولسونو هر وخت د دې نظام د حاکميت لپاره د خپل ايمان او ميړانې له کبله ډيرې سترې قربانۍ ورکړې دي. دوی همداراز خلکو ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت مشران شپه او ورځ ستاسو د خدمت او ملاتړ لپاره هلې ځلې کوې. يادو مسؤلينو د ولسواليو په کچه د خلکو ستونزو ته رسېدنه خپله دنده ياده کړه او ژمنه يې وکړه، چې د ممکنه لارو چارو په مټ به يې د حل کولو هڅې وکړي

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu