د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په دغه ولايت کې يوه ۱۰ کلنه او بله ۸ کلنه شخړه هواره کړه
چهار شنبه ٢٨ جمادی الأولی ۱۴۴۷
لومړنۍ رامنځته شوې شخړه د ياد ولايت د مزار شریف ښار د څلورمې ناحې اړوند سیمې اوسیدونکو ترمنځ يوه لسيزه وړاندې د يولړ حقوقي مسايلو پر سر راپورته شوې وه او ځینې اختلافات، ستونزې او تربګنۍ يې رامنځته کړې وي، چې د مسؤلينو په مشري د قومي مشرانو په منځګړيتوب حل او حق حقدار ته وسپارل شو.
په همدې حال کې د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د سمنګان ولايت د تخت رستم سيمي اصلي اوسيدونکو دوه کورنيو ترمنځ د کورني تاوترېخوالي له امله راپورته شوې اته کلنه شخړه په سوله ييزه توګه حل کړه او طرفينو د خوښي ژوند پيل کړ.
د دغو شخړو د هواري پرمهال د ښکېلو کورنيو مشرانو د ا.ا.ا د مسؤلينو هڅې وستايلې د هغو قدرداني يې وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې د هيواد په هر کونج کې دې ورته شخړو ته رسېدنه وشي ترڅو ولسونه په مينه ورورولي او يووالي کې ژوند ته ادامه ورکړي.
