د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په دغه ولايت کې يوه ۱۰ کلنه او بله ۸ کلنه شخړه هواره کړه

taqi2_admin
Thu, Nov 20 2025 9:13 AM
د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسؤلينو په دغه ولايت کې يوه ۱۰ کلنه او بله ۸ کلنه شخړه هواره کړه

 

چهار شنبه ٢٨ جمادی الأولی ۱۴۴۷

لومړنۍ رامنځته شوې شخړه د ياد ولايت د مزار شریف ښار د څلورمې ناحې اړوند سیمې اوسیدونکو ترمنځ يوه لسيزه وړاندې د يولړ حقوقي مسايلو پر سر راپورته شوې وه او ځینې اختلافات، ستونزې او تربګنۍ يې رامنځته کړې وي، چې د مسؤلينو په مشري د قومي مشرانو په منځګړيتوب حل او حق حقدار ته وسپارل شو.

په همدې حال کې د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو د سمنګان ولايت د تخت رستم سيمي اصلي اوسيدونکو دوه کورنيو ترمنځ د کورني تاوترېخوالي له امله راپورته شوې اته کلنه شخړه په سوله ييزه توګه حل کړه او طرفينو د خوښي ژوند پيل کړ.

د دغو شخړو د هواري پرمهال د ښکېلو کورنيو مشرانو د ا.ا.ا د مسؤلينو هڅې وستايلې د هغو قدرداني يې وکړه او هيله يې څرګنده کړه، چې د هيواد په هر کونج کې دې ورته شخړو ته رسېدنه وشي ترڅو ولسونه په مينه ورورولي او يووالي کې ژوند ته ادامه ورکړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu