په سرپل کې د ۴ کلنې شخړې سربېره غزني، بلخ او کندز کې هم شخړې هوارې شوې

taqi2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۹:۱۱
په سرپل کې د ۴ کلنې شخړې سربېره غزني، بلخ او کندز کې هم شخړې هوارې شوې

يکشنبه ۲۱ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ د سرپل ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسؤلینو په هڅو او د سیمه‌ ییزو مشرانو، علماوو او متنفذینو په همکاري.د یاد ولایت په سيد آباد ولسوالي کې د دوو کورنيو ترمنځ څلور کلنه شخړه، چې اوږدې بد بيني يې راولاړې کړې وې حل او دواړو خواوو د دوستي لاسونه سره ورکړل.د دې ترڅنګ د غزني ګيلان ولسوالي په آغوجان سيمه کې د دوو کورنيو ترمنځ لومړی لفظي شخړه راپورته شوې، وروسته په فزيکي اخ ډب اوښتې، چې له کبله يې يو کس خپل ژوند بايللی.د دغې شخړې د هواري په موخه د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست په مشري يوې ګډې جرګې د روغې جوړې فيصله وکړه او ښکېل اړخونه يې سره غاړه غړۍ کړل.همداراز د بلخ ولايت دولت آباد ولسوالي په قرشيګک سيمه کې د ميراث پر سر څو جلا شوې کورنۍ وروسته له دوو کلونو د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسؤلينو له لوري پخلا او د ورورولي ژوند ته يې مخه کړه.په ورته مهال د کندز ولایت په امام صيب ولسوالي کې هم د خپلمنځي جنجالونو له امله را پورته شوې شخړه، چې له کبله يې يو کس وژل شوی و، د دغه ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست مسؤلينو لخوا حل او ښکېلو خواوو يو بل ته بښنه وکړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۴:۲۰
Background image

خوست ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ ۱۳ کلنه دښمني په دوستي بدله شوه

یکشنبه ٥ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د روغو جوړو د لړۍ په دوام، د خوست ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست او د خوست مرکز اړوند ډاب کلي قومي شورا او مصلحینو د خپلو صادقانه هلو ځلو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

ننګرهار کې هغه لویه شخړه حل شوه چې ٥ تنه پکې وژل شوي وو

یکشنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه خونړۍ شخړه چې ۳۵ کاله مخینه یې لرله او له امله یې پنځه کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو.‏د سرحدونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۱:۴۳
Background image

بلخ کې د یوې لویې شخړې حل

شنبه ۵ رمضان المبارک ۱۴۴۷ دبلخ ولایت مرکز مزار شریف کې ددوو کورنیوترمنځ هغه شخړه چې له تېروپنځوکلونو راهیسې روانه وه او دواړو لورو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي وو،دسرحدونو، ق.ق چارو. . .

BACK TO NEWS

User account menu