خبرتیا!

khoram_admin
خبرتیا


د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د بایزید روښان کثیرالرشتوي انستیتیوت د ۱۴۰۴ هـ ل کال لپاره د هیواد د سرحدي او له زده کړو بې برخې سیمو د دولسم ټولګي فارغان په لاندې څلورو څانګو کې د لیلیه محصلینو په توګه مني:  
۱ـ انجینري (تعمیراتي) 
۲ـ اقتصاد (اداره او تجارت) 
۳ـ کمپیوټرساینس (ډېټابیس)
۴ـ زراعت (کرنه او مالداري)
د دولسمو ټولګیو فارغ زده کوونکې کولای شي، چې سر له نن د ۱۴۰۳ هـ ل کال د سلواغې ۶ مې نېټې څخه د ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ مې نېټې پورې د انستیتیوت ادارې ته مراجعه وکړي. ګډونوال باید د نوم لیکنې پرمهال لاندې اړین اسناد له ځان سره ولري: 
۱ـ د نوم لیکنې فورم
۲ـ د پېژندپاڼې رنګه کاپي
۳ـ څلور قطعې عکسونه
د یادونې وړ ده چې، په ازموینه کې د ګډون کارتونه د ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ مه نېټه ورکول کېږي. 
پته: کابل ښار، درېیمه ناحیه، دهبوري څلورلارې، د بایزید روښان انستیتیوت اداره

خپرونې

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۸:۴۶
Background image

د وزارت اړوند شهرنو مېلمستون د دوکانونو د اجارې قرارداد ورکولو په اړه خبرتیا: 

 
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په پام کې لري چې په کابل کې د شهرنو مېلمستون د شپږو دوکانونو د اجارې قرارداد د (پیور کوالټي لوژیستیکي خدمتونو شرکت) ته د (۳۷۴۰۰۰) درې لکه او
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۱:۵۹
Background image

د وچې ډوډۍ داوطلبي:

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې د روټ او وچې ډوډۍ د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې چاپ شوی نقل د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د تیلو داوطلبي:

 

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې د دوه قلمه تېلو (پټرول او ډیزلو) د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې چاپ شوی نقل د (۱۰۰۰) افغ . . .

خپرونې

User account menu