د وچې ډوډۍ داوطلبي:

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي چې د روټ او وچې ډوډۍ د داوطلبي په پروسه کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې چاپ شوی نقل د (۱۰۰۰) افغانیو په بدل کې د تدارکاتو له آمریت څخه ترلاسه او د تدارکاتو د قانون، کړنلارې او په شرطپاڼه کې د لیکلو شرایطو په نظر کې نیولو سره یې ډکه کړي او د نشر له نېټې څخه بیا د چهارشنبه ۱۴/۳/۱۴۰۴ هـ ل نېټه چې د آفرونو د تړنې وروستۍ ورځ ده، په سرټړلي شکل د یاد وزارت اړوند د تدارکاتو ریاست د آفرونو په صندوق کې واچوي.
د یادونې وړ ده، چې د غوښتنې یا آفر تضمین د بانکي ګرنټي او یا (۶۹۴۰۰۰) شپږ لکه څلورنوې زره افغانیو نغدو پیسو په اساس تضمین کېږي او د غوښتنپاڼو کتنه (آفرګشایي) ۱۴/۳/۱۴۰۴ هـل کال د چهارشنبې په ۳ بجو ترسره کېږي. همدا راز انلاین او ناوخته غوښتنپاڼې نه منل کېږي.
پته: د میدان هوایي سرک، سترې محکمې ته څېرمه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کابل-افغانستان